د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

عظیمي: دا مهال د نفوسو نېږدې «۱۱.۱» سلنه برخه له مخدره موادو اغېزمن دي


د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره وايي، دا مهال د هېواد د نفوسو نېږدې ۱۱ عشاریه یو فیصد برخه له مخدره موادو اغېزمن دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت چارواکي مخدره مواد د ترورېزم تمویلونکي سرچینه ګڼي او د مبارزې په برخه کې په نړیوالو او سیمه‎ییزو همکاریو ټينګار کوي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د دوشنبې په ورځ د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د پیوستون د نړیوالې ورځې په ناسته کې وویل چې دا مهال د هېواد د نفوسو نېږدې ۱۱ عشاریه یو فیصد برخه له مخدره موادو اغېزمن دي.

سلامت عظیمي
سلامت عظیمي

نوموړې وايي:

"د مخدره موادو په وړاندې له شوې مبارزې سره- سره لا هم افغانستان د مخدره موادو یو لوی قرباني هېواد دی چې د نړۍ له اتیا سلنې د ډېر تریاک په تولیدولو ۲ عشاریه ۹ سلنه تر ۳ عشاریه ۶ میلیونو پورې له مخدره موادو اغېزمن کړي چې د اوسنیو شمېرو له مخې د هېواد د نفوسو۱۱ عشاریه یو سلنه جوړوي."

دغه ناسته سږ کال د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملي یووالي یا راټولېدلو تر نامه لاندې ولمانځل شوه.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت په وینا په افغانستان کې د مخدره موادو د کاروبار تر ټولو ډېره ګټه، مافیايي او ترورېستي ډلو او بهرنیانو ته رسېږي.

د مېرمن عظیمي په وینا یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ مافیايي ډلې د ترورېستي ډلو سره په همکارۍ په‎دې هڅه کې دي چې افغان ځوانان د بربادۍ تر کومې ورسوي.

دا په‎داسې حال کې ده چې مخکې تردې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو یو شمېر چارواکو هم ویلي چې مخدره مواد په افغانستان کې د جنګ د دوام لامل دی او په وینا یې چې په افغانستان کې د نشه‎يي توکو د کښت، تولید او قاچاق له لارې لاسته راغلې پیسې د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو جېبونو ته لوېږي.

د یادونې وړ ده چې افغان او امریکايي ګډو ځواکونه د تېر میلادي کال د اکتوبر له میاشتې راهيسې، د مخدرو موادو د کارخانو د ویجاړولو لپاره ګډ هوايي عملیات پیل کړي چې اوس هم روان دي.

خو د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، د مخدره موادو وروستي ارقام ټکان ورکوونکی وباله او په‎دې برخه کې یې د سیمې او نړیوالو هېوادونو په همکاریو ټينګار وکړ.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غوښتنه دا ده چې باید ګډه همکاري وکړي، همدارنګه د مخدره موادو مارکیټ او تجارت ته په کتو اړتیا ده چې نړیوال هېوادونه هم همکاري وکړي."

ده وویل چې مخدره مواد د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره لوی ګواښ دی، خو ځينو هېوادونو یې په وړاندې د مبارزې په برخه کې افغانستان ډېر مسؤل ګڼلی دی چې په وینا یې ټول هېوادونه باید په‎دې برخه کې خپل مسؤليت ترسره کړي.

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل چې د دوی د وروستي راپور له مخې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو میاشتو کې نېږدې دوه زره عملیاتونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۱۹۶۰ کسان د مخدره موادو د تولید او قاچاقو په تور نیول شوي چې په دې ډله کې بهرنیان هم شامل دي.

خو له دې ټولو سره- سره د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پخوانی وزیر او د چارو کارپوه جنرال خدای‎داد هزاره وايي، مخدره مواد له ترورېزم سره نېږدې اړیکې لري او په وینا یې تر کومه چې د افغانستان په امنیت کې ښه والی او ولسوالۍ د حکومت تر حاکمیت لاندې رانه‎شي د مخدره موادو په برخه کې به مبارزه نتیجه ورنه‎کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG