د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

په کابل کې د «قدرت زن» په نوم ملي نندارتون پرانیستل شو


په کابل کې د «قدرت زن» په نوم د لومړي ځل لپاره په اقتصاد کې د فعاله مېرمنو د تشبثاتو او د خرڅلاو توکو ملي نندارتون پرانیستل شو.

د افغانستان د پنځو زونونو فعاله اقتصادي او متشبثې مېرمنې په کابل کې په یوه نندارتون کې تر یوه چتر لاندې سره راټولې شوي چې خپلو لاسي صنایعو او سوداګریزو توکو ته بازار مومندنه وکړي.

دوی چې په نېږدې ۱۵۰ غرفو کې یې دغه توکي نندارې ته وړاندې کړي، تمه لري چې د اختر په نېږدې شپو ورځو کې ډېر خلک د دوی له کاروبار او فعالیتونو سره اشنا شي.

د نندارتون ګډونوالې مېرمنې
د نندارتون ګډونوالې مېرمنې

له ډلې یې زحل نومي یوې مېرمنې ازادي راډيو ته وویل:

"دا نندارتون په مهم وخت کې جوړ شوی، هدف او هڅه مو دا ده چې زموږ سوداګري نوره هم وغوړېږي او ښځې وکولای شي خپلو توکو ته بازارموندنه وکړي دا ډېر مثبت ګام دی."

ډیوه سوله مل د دغه نندارتون بله ګډونواله ده چې غواړي د دغه نندارتون له لارې د افغان مېرمنو د یوازيني تعلیمي او تحصیلي کمپلکس سره افغان مېرمنې اشنا کړي:

"موږ یو تحصیلي کمپلکس لرو چې د ښځو لخوا د ښځو لپاره دی او ستر هدف مو دا دی چې افغان مېرمنې پرمختګ وکړي په ځانګړي په تحصیلي برخه کې."

د «قدرت زن» یا د ښځو د وړتیا او ځواکمنتیا په نوم د کابل په شهر نو سیمه کې دا نندارتون به تر څلورو ورځو پورې د مینوالو پر مخ پرانیستی وي.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي، دا نندارتون به د بېلابېلو سیمو د شرکتونو تر منځ ملګرتیا او مشارکت ته لاره هوارو ه کړي.

په کابل کې د قدرت زن نندارتون ګډونواله.
په کابل کې د قدرت زن نندارتون ګډونواله.

مخکې تر دې په هرات، مزارشریف، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هم ورته نندارتونونه جوړ شوي و.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې دا وخت زرګونه افغان مېرمنې په سوداګرۍ بوختې دي چې د ولایتونو په پرتله یې په کابل کې شمېر ډېر دی.

افغان سوداګرې او متشبثې مېرمنې داسې مهال د خپل سوداګریز او صناعتي کاراوبار د ودې او ورته د بازار موندنې په لټه کې دي چې افغان حکومت په همدې ورځ د صادراتو ملي ستراتېژي پرانیسته.

د دغې ستراتژۍ په پرانېست غونډه کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د اقتصاد په برخه کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ:

ډاکټر عبدالله عبدالله
ډاکټر عبدالله عبدالله

"د دغې ستراتژۍ په تدوین کې د ښځو او مدني ټولنې پر ونډې خوشحاله یم، ښځې چې په اقتصاد کې ښه اغیز لري باید د صحنې مخې ته راشي او په دې ترتیب سره د افغانستان د نیم نفوس نه د زیاتو خلکو ګټې په ښه او غوره طریقه تامینېږي."

دی وايي، د ملي وحدت حکومت به د خپلو امکاناتو په صورت کې مېرمنو ته د سوداګرۍ د ودې لپاره لازمې زمینې برابرې کړي.

افغان مېرمنې له دې ډلې د کابل د نندراتون یوې ګډونوالې عایشه صدیقي دوی ته د حکومت له پاملرنې خوښي څرګنده کړه، خو په خبره یې، د لاسي صنایعو او سوداګریزو توکو سوړ بازار یې ډېر زوروي او پکار ده چې په دې برخه کې هم اړوند ارګانونه هڅې وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG