د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

افغان سوداګرې مېرمنې له حکومت نه د پاملرنې غوښتنه کوي


د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسؤلینې وايي، که حکومت ورته د زېربنا او بازار موندنې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، د افغان مېرمنو تولیدات به ډېر او اقتصادي ستونزې به‌یې کمې شي.

په افغانستان کې د لاسي صنایعو تولیدوونکې ښځې له حکومت نه غواړي چې په هیواد کې دننه او بهر دوی ته د تولیداتو د ښې پېژندنې او خلکو ته‌یې د معرفۍ په هدف منظم نندارتونونه جوړ کړي.

د ښځو د لاسي صنایعو د یوه تولیدوونکي شرکت مشرې فلورانس د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷کال غبرګولي ۱۷» په کابل کې د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو او د ځینو مېوو، کرنیزو محصولاتو او لبنیاتو د پروسس په یوه نندارتون کې ازادي راډیو ته وویل:

"که نندارتون ولرو بیا مو خرڅلاو ښه وي، که نندارتون ونه‌لرو، بازار هم نه‌لرو او تولیدات مو نه‌څرخېږي. دومره بودجه موږ نه‌لرو چې کارګر ورته ونیسو او له یوه ځایه‌یې بل ته انتقال کړو، که د ښځو لپاره یو ځانګړی ځای موجود وی، څرخلاو به موښه وی."

د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو نندارتون
د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو نندارتون

د زېربناو، مسلکي ظرفیتونو او د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو او د ځینو مېوو او ځمکنیو محصولاتو لپاره د مناسبو ځایونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسؤلینې یې په ګوته کوي.

د دغې خونې د معلوماتو له مخې، د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو په خونه کې ۸۵۰ مېرمنې راجستر دي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې یې په لږو مالي او مسلکي امکاناتو، یو لړ تولیدي شرکتونه فعال کړي دي.

په دغو شرکتونو کې، لاسي صنایع تولید او ځینې وچې مېوې او ځیني ځمکني محصولات په‌کې پروسس او د خرڅلاو لپاره د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي.

دغه خونه وايي چې په دغو تولیدي شرکتونو کې څه کم ۴۹۰۰۰ مېرمنو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه، د کار زمینې برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د افغانستان شااوخوا ۴۰ کلنو ناامنیو د نارین‌وو تر څنګ ښځې هم ځپلي او له سختو اقتصادي ستونزو سره‌يې مخ کړې دي.

افغان چارواکي د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د وړاندیزونو په اړه وايي، د افغان مېرمنو د سوداګرۍ وده او پراختیا د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

مسافر قوقندي
مسافر قوقندي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند مسافر قوقندي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له سوداګرو ښځو سره د حکومت د پلانونو په اړه وویل:

"د حکومت ټول ارګانونه دې د سوداګرو ښځو غږ واوري، په ټولو بهرنیو نندارتونونو کې ۳۰ فیصده ښځې ګډون لري، د حکومت ټول ارګانونه مکلف دي چې د افغان مېرمنو تولیدات له ټاکلې بیې نه ۳۰ فیصده لوړ، واخلي."

پخوا تر دې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو ویناوو کې ویلي چې د حکومت اړوند ارګانونه مکلف دي چې د هېواد د سوداګرو ښځو فعالتیونو ته اسانیتاوې برابرې کړي تر څو د دوی تولیدات د بهرنیو مارکېتونو جوګه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG