د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د فراه د ولایتي شورا ځینې غړي: د فراه امنیتي وضعیت لاهم د قناعت وړ نه‌دی


د فراه امنیتي وضعیت لا هم د قناعت وړ نه بلل کېږي، د دغه ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، لا هم د ښار په څنډو کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو پوځي عملیات ورو مخ ته ځي.

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه امنیتي ځواکونه په هغو پوستو کې نه‎دي ځای پرځای شوي چې د فراه ښار په شمال کې موقعیت لري.

نوموړی زیاتوي:

"د پولیسو هغه ماموریتونه او پوستې چې سقوط شوې وې امنیتي ځواکونه په‎کې نه‎دي ځای پرځای شوي، په هغو سیمو کې چې مخالفین شته تراوسه عملیات نه‎دي شوي، زموږ غوښتنه دا ده چې دغه سیمې دې تصفیه شي."

طالبانو د تېرې سې شنبې په شپه د افغانستان په لویدځ فراه ښار حمله وکړه او د دغه حملې په نتیجه کې یې وکړای شول د څو ساعتونو لپاره د ښار ځینې امنیتي پوستې ونیسي.

د فراه د سیمه‎ییزو چارواکو په خبره په دغه حمله کې ۲۵ امنیتي ځواکونه ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

بصیر سالنګي
بصیر سالنګي

د فراه والي بصیر سالنګي ویلي چې ۲۰۰۰ طالبانو د فراه په ښار حمله وکړه، خو د دوی حمله په شا وتمبول شوه او په دغه حمله کې درې سوه طالبان وژل شول.

خو طالبانو بیا په دغه حمله کې د وژل شوېو طالبانو په اړه د فراه د والي ادعا بې اساسه بللې ده.

د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد د طالبانو له حملې یوه ورځ وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې ایران په دغه ولایت کې طالبان تمویل او تجهیزوي.

خو د طالبانو ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې د فراه د امنیه قوماندان دا ادعا هم رد کړه.

تراوسه ایراني چارواکو په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي او دفاع وزارت هم په فراه کې له طالبانو سره د ایران همکاري نه‎ده تائید کړې.

اوس چې د فراه په ښار د طالبانو له حملې درې ورځې تېرېږي د فراه والي بصیر سالنګي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د فراه ښار تصفیه شوی، په سقوط شوېو پوستو کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي او پوځي عملیات به دوام کوي.

نوموړی وايي:

"ګروپونه توظیف شوي او پوځي شورا پریکړه کړې چې ټولې سیمې باید تصفیه او وپلټل شي، هېڅ ډول اندېښنه نشته په هغو سیمو کې چې موږ وړاندې و، اوس هم زموږ په ولکه کې دي او په هغو سیمو کې چې وړاندې طالبان ووهغه به هم تصفیه او وپلټل شي."

یوازې فراه ولایت نه‎دی چې طالبان په‎کې فعاله دي، بلکې د دفاع وزارت د ویندوې د دفتر د سرپرست محمد رادمنش په خبره په ۱۳ نورو ولایتونو کې هم د طالبانو پر وړاندې ۱۴ پوځي عملیات دوام لري.

د نوموړي په خبره افغان ځواکونه د وسله‎والو مخالفینو د ماتې لپاره په فراه او نورو ولایتونو کې په عملیاتو بوخت دي.

ښاغلي رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ وښود چې د یادو پوځي عملیاتو په ترسره کېدو سره به په نا ارامه ولایتونو کې وضعیت عادي شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG