د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د فراه والي: د تېرې شپې ډزې سرتېرو کړي، د طالبانو حمله نه‌وه


​د فراه والي عبدالبصیر سالنګي وايي، تېره شپه په فراه ښار کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ ناسم پوهاوی او تېروتنه د ډزو سبب شوې وه او اصلاً طالبانو بیا پر ښار برید نه‌دی کړی.

ښاغلي سالنګي د پنجشنبې په ماسپښین «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې په ښار کې دا مهال جګړه نه‌شته او په بېلابېلو سیمو کې کور په کور تلاشۍ دوام لري.

نوموړي په فراه ښار کې د تېرې شپې د نښتو په اړه وویل:

د فراه والي عبدالبصیر سالنګي
د فراه والي عبدالبصیر سالنګي

"د دولتي ځواکونو ترمنځ سوء تفاهم رامنځته شوی او یو بل‌یې سره د شپې په دروبینونو کې نه‌دي پېژندلي، ټولو په تېروتنه ډزې کړي. تقریباً د نیمې شپې راهیسې تر اوسه تصفیه او تلاشي روانه ده، هېڅ نه‌دي موندل شوي چې ګوندې طالب یا وسله‌وال دې ښار کې پټ وي، یوازې زموږ د خپلو قطعاتو تېروتنه وه."

تر دې مخکې د پنجشنبې په سهار د فرا د ولایتي شورا رئیس فرید بختور ازادي راډیو ته ویلي وو چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو یو ځل بیا پر فراه ښار حمله کړې وه.

ښاغلي بختور وویل وسله‌وال طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي او په امنیه قوماندانۍ او محبس‌یې ډزې کولې.

خو ښاغلی سالنګي وايي، دوی په ښار کې د تېرې شپې راهیسې په تصفیوي عملیاتو او تلاشیو کې داسې کوم څه نه‌دي موندلي چې په ښار کې دې د وسله‌والو طالبانو د موجودیت او یا بیا حملې څرګندونه وکړي.

بصیر سالنګي زیاته کړه چې وسله‌وال له ښاره وتلي او هماغه سیمو ته چې مخکې په‌کې وو، په ځانګړې توګه بالابلوک ولسوالۍ ته په شا شوي دي.

وسله‌وال طالبان
وسله‌وال طالبان

نوموړي په عمومي توګه وویل چې د تېرو دوو ورځو په جګړو کې ۲۵ سرتېري وژل شوي او تر ۱۵ زیات ټپیان دي.

د ښاغلي سالنګي په وینا پر فراه ښار د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳۰ تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG