د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

وکیلان: فراه ولایت د نه پاملرنې له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دی


په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې دفراه د خلکو استازي انتقاد کوي چې په دغه ولایت کې د سختو جګړو سره سره مرکزي حکومت هېڅ ډول پاملرنه دغه ولایت ته نه ده کړي.

د فراه ولایت اړوند په لاش جوین، پشت رود او بالابلوک ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې د وسله والو طالبانو تر پرلپسې حملو وروسته د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي د یاد ولایت امنیت ته د جدي ګواښ او حتا سقوط خبره کوي.

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیله امیني د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې په فراه کې له سختو جګړو دوې ورځې تېرېږي، خو لا هم هغه ولایت ته هېڅ اضافي ځواکونه او مرستې نه دي رسېدلي.

نوموړې زیاته کړه:

"یوازې څلور پنځه ناحیي دي چې له طالبانو سره نه دي، نور زه په ډاګه وايم چې مرکزي او محلي حکومت ختم دی، ولسوالۍ یوازې په نوم دي زموږ تر ټولو باامنه ولسوالۍ همدا جوین وه چې ښه پوهئږئ د فراه امنیتي وضعیت خراب دی دا ستونزه یوه طرفه کړئ یا یې طالبانو ته پریږدئ او یا لږ تر لږه خو دوه الوتکې ورکړئ چې دایمې دلته وي."

نوموړې وايي، د دغه ولایت په لاش جوین ولسوالۍ د وړمې شپې په بریدونو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د ۴۵ دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبره هم کوي.

د اغلې امیني په خبره، وسله وال طالبان له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان نه دغه ولایت راځي.

له دې سره د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګه کې په عمومي غونډه کې هم د فراه د وروستي وضعیت په اړه جدي اندېښنې مطرح شوې او د وکیلانو له خوا پر دې ټینګار وشو چې د هغه ولایت لپاره ځواکونه ډېر شي.

د ولسي جرګې غړې حمیرا ایوبي وویل:

"فراه د افغانستان یو لوی ولایت دی او پراخه ساحه لري، د دغه ولایت ځواکونه باید لکه د کندهار، هرات او هلمند په څير تجهیز شي، خو له بده مرغه فراه تر ټولو کم ځواکونه لري او هغه هم تجهیز نه دي."

د افغانستان دفاع وزارت هم د فراه، غور او فاریاب په څو سیمو کې د وسله والو مخالفینو حملې تائیدوي خو وايي پر شا یي تمبولي دي.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د خلکو د استازو د اندېښنو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل چې فراه ولایت ته کافي ځواکونه رسېدلي او د هغه ولایت د سقوط تصور هم نشي کېدلای:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"په فراه کې حملې شوې دي او تیتو حملو زموږ ځواکونو ته هم ستونزې جوړې کړي، په دغو سیمو کې زموږ ۱۶ کسان وژل شوي، خو اوس هلته هېڅ خبره نشته او وضعیت نورمال دی، موږ هېڅ سیمه نه لرو چې د دوی په لاس کې وي دوی یوازې حملې وکړې وژنه يي وکړه خپله هم ووژل شول او وتښتېدل."

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دوی د فراه ولایت په مرکز کې یوه پوسته او د جوین ولسوالۍ قومانداني نیولي او افغان ځواکونو ته يې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې حمیرا ایوبي وايي، د جګړو شدت د حکومت د بې پروايي نتیجه ده چې په وینا یې که حالات همداسې روان وي دا به دولت ته خورا ګرانه تمامه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG