خبرونه
سرپل کې له ۶۰ زیات انتخاباتي مرکزونه د ناامنۍ له امله تړل شوي
په سرپل کې حکومتي چارواکي وايي چې تر ۶۰ زیات انتخاباتي مرکزونه د امنیت د خرابوالي له امله تړل شوي دي.
د سرپل د والی ویاند ذبیح الله اماني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ابتدا کې هلته ۱۴۹ مرکزونه د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت لپاره په نښه شوي وو.
اماني وویل، د نومونو د ثبت مرکزونه د ښار په ځینو برخو او څلورو ولسوالیو کې تړل شوي دي.
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان په ۲۸مه پلان شوي دي.
د سرپل د والي ویاند وویل چې لږترلږه ۱۵ نور مرکزونه هم دخطر په سیمه کې دي او د تړل کېدو وېره یې زیاته ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان: متحده عربي اماراتو افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې د ستونزو د هوارولو ژمنه کړې
د طالبان تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو ورسره افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې د ستونزو د هوارولو ژمنه کړې ده.
دې وزارت نن پر خپلې ایکس پانېسا پخواني ټویټر ویلي، د همکارۍ دا ژمنه د متحده عربي اماراتو د دولت مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په دې هېواد کې د دوی له ورغلي نوي سفیر بدرالدین حقاني سره په یوې کتنه کې کړې ده.
وړاندې راغلي، متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د همېشنو او ژورو اړیکو ډاډ ورکړی دی.
متحده عربي اماراتو د تېرې چهارشنبې په ورځ په دې هېواد کې د طالبانو د نوي سفیر باورلیک منلی و.
په بدخشان کې د یخې هوا له کبله درې ماشومانو مړه شوي
بدخشان کې د سړې هوا له کبله درې ماشومان مړه شوي دي.
د افغانستان کورنیو رسنیو د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت اله محمدي په حواله راپور ورکړی چې دغه ماشومان چې عمرونه یې د ۹ او ۱۲ کلونو ترمنځ دي د راغستان ولسوالۍ په نواباد ساحه کې تېر ماښام مړه شوي دي.
د محمدي په خبره، دا ماشومان کالر کلي ته روان وو، چې د درنې واورې د ورېدو له کبله په لار کې بند شوي او ساه يې ورکړې ده.
په خیبرپښتونخوا کې د شیعه او سنیانو له اوربند وروسته دواړو خواوو بیا نښتې کړي
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د شیعه او سنیانو له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ تازه نښتې شوي دي.
د ازادي راډيو د مشال برخې د راپور پر بنسټ، دا نښتې پرون د کورمې په بګن او علیزو کې وروسته له هغې شوي چې د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر له ۲۱مې راهیسې ۱۲۳ کسان په نښتو کې وژل شوي وو.
په کورمه کې چارواکي وايي، لا هم په یو شمېر سیمو کې ډزې کېږي چې د درولو هڅې يې روانې دي.
د روانې میاشتې په ۲۱مه په مندوریو او ډډ کمر کې له شیعه مېشتې پاړه چیناره پېښور ته د مسافرو پر موټرو د وسله والو په برید کې ۴۵ شیعه او څلور سنیان ووژل شول.
د دې برید په سبا په سني مېشتې بګن سیمه کې وسله والو د خلکو پر کورونو او دوکانونو بریدونه وکړل او اور يې ورته کړ چې په نښتو کې ۲۵ کسان ووژل شول.
که څه اوس د دواړو خواوو ترمنځ د حکومت په منځګړیتوب اوربند شوی، خو په سیمه کې چارواکي د خیبرپښتونخوا له حکومته غوښتي چې د کورمې د مسلې د هوارۍ لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
له دې وړاندې د وران کال په جولای میاشت کې د شیعه او سنیانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې په لسګونه کسان وژل شوي وو.
ایران او اروپايي قدرتونو په نږدې راتلونکي کې د ډیالوګ پر دوام موافقه وکړه
ایران او اروپايي قدرتونو په ژنیو کې له پرونۍ غونډې وروسته موافقه وکړه چې په نژدې راتلونکي کې به ډیالوګ ته دوام ورکوي.
د ایران او د درېیو اروپايي هېوادونو، بریتانیا، فرانسې او جرمني مرکچیانو پرون په ژنیو کې په خپله غونډه کې د ایران د مخ په پراخېدو اټومي پروګرام، له روسیې څخه د دې هېواد د پوځي ملاتړ او د منځني ختیځ د کړکېچ په ګډون د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي له غونډې وروسته پر ایکس شبکې ولیکل چې دوی په دې خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو سیمهییزو او نړیوالو پرمختګونو، په تېره د اټومي مسایلو او د بندیزونو د لیرې کېدو پر اړوندو موضوعاتو تمرکز وکړ.
غریب آبادي یادونه کړې چې ایران د ډیالوګ او تماسونو دوام ته ژمن دی.
په عین حال کې د بریتانیا او فرانسې د استخباراتو مشرانو له روسیې سره د ایران د اړیکو پر پر پیاوړتیا او د اټومي پروګرام پر چټکېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
اوکراین د روسیې د تېلو یوه زېرمه او د هوايي دفاع رادار سیستم په نښه کړي
اوکراین وايي چې د روسیې په خاوره کې دننه یې د تېلو یوه زېرمه او د هوايي دفاع رادار سیستم په نښه کړي دي.
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز په یوه بیان کې ویلي چې د اطلس په نوم د روسیې د تېلو زیرمه یې پرون سهار په رستوف سیمه کې ویشتلې ده.
د بیان له مخې، په دې تاسیساتو کې چې یوځل پخوا هم په نښه شوي وو، د پرونۍ حملې په نتیجه کې اور ولګېد.
په بیان کې همداراز یادونه شوې چې په یوه بل برید کې د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې چې د روسیې په ولکه کې ده، د راډار یو مرکز په نښه شوی دی.
د اوکراین پوځ ویلي چې په دې مرکز کې ځای پرځای شوي د هوايي مدافعې ټول راکټونه ویجاړ شوي دي.
بدخشان کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو پېښه؛ پنځه کسان تري تم شوي
په بدخشان کې پنځه کسان سیند ته د یوه موټر د غورځېدو له پېښې وروسته تري تم شوي دي.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون د لیندۍ ۹مه د سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړ چې دا موټر د بهارک-فیض آباد پر لاره کوکچې سیند ته وغورځېد.
د خبر له مخې، چارواکو موټر له سیند څخه راایستلی، خو سپرلۍ یې تراوسه لادرکه دي.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې دا پنځه کسان په اوبو کې ډوب شوي، خو د باختر په خبر کې د چارواکو له قوله راغلي چې د ورکو کسانو د موندنې لپاره هڅې روانې دي.
په افغانستان کې په ترافیکي پېښو کې هرکال زرګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.
د دې پېښو علتونه د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو لهخوا د ترافیکي قوانینو نه مراعات بلل کېږي.
د قطر او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
د افغانستان لپاره د قطر او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.
د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب پرون د لیندۍ په نهمه نېټه د افغانستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي اندریو مک کوبري سره په دوحه کې وکتل.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو د افغانستان د روانو سیاسي، امنیتي او بشري مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د دې خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی نو ځکه ډېری هېوادونه د ځانګړو استازو له لارې له افغانستان سره خپلې چارې تنظیموي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پر یوه پروګرام کار کوي
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پر یوه پروګرام کار کوي.
د امریکا د سفارت د عامه اړیکو مشر ماریو کریفو له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د سفارت پر ایکسپاڼه خپور شو ویلي چې افغان ښځې او نجونې د نړۍ د نورو ښځو په څېر خوندیتوب، امنیت، فرصتونه او د خپل هېواد د راتلونکې په جوړولو کې ونډه غواړي.
کریفو وايي چې ده او د امریکا په سفارت کې د ده نورو همکارانو د افغان ښځو او نجونو د دې هیلو د ترسره کولو لپاره د یوه پروګرام پر جوړولو او عملي کولو کار پیل کړی دی.
نوموړي د دې پروګرام جزییات نه دي بیان کړي.
متحدهایالات د پرځېدلي جمهوري نظام په شل کلنه واکمنۍ کې د هغو پروژو لوی تمویلوونکی هېواد و چې د ښځو د پیاوړي کېدو لپاره یې کار کاوه، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بېا واکمنېدو وروسته دا ټول پروګرامونه وځنډېدل.
تورک: پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د سولې او پرمختګ بهیر زیانمنوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وايي، د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د افغانستان د سولې او پرمختګ بهیر زیانمنوي.
وولکر تورک پرون پر خپله ایکسپاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د دې محدودیتونو له کبله ښځې او نجونې عملاً په کورونو کې بندیوانې دي.
هغه وايي: "په تېرو دریو کلونو کې افغان ښځو او نجونو د خپلو بشري حقونو په برخه کې پراخې سرغړونې ولیدلې. په ملي کچه فرمانونو او سیمه ایز اقداماتو یې د تعلیم او کار حقونه محدود کړل او د تګ راتګ، سوله ایزو غونډو او د بیان د آزادۍ په برخو کې د دوی حقونه یې ختم کړل."
ترک زیاتوي چې د طالبانو اقدامات په نړۍ کې ساری نه لري او د حکومت په ملاتړ د جنسیت پربنسټ له سیستماتیک تعقیب سره انډول بلل کېږي.
دی په پای کې وايي چې د طالبانو دا اقدامات به په افغانستان کې د سولې او دومدار پرمختګ لپاره د څو نسلونو په کچه ډېر ناوړه عواقب ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر څو ځلې مخکې هم د طالبانو د حکومت پر اقداماتو، په تېره له ښځو سره د طالبانو پر چلند ډېرې نیوکې کړي.
طالبانو که څه هم تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې په وار وار ټینګار کړی چې دوی له ښځو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې چلند کوي.
د نولسکلنو اسیا جام؛ بنګلهدېش افغانستان ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه نن د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دبۍ ښار کې ترسره شوه، چې بنګلهدېش د ۴۵ منډو په توپیر وګټله.
د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او بنګلهدېش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه.
د بنګلهدېش توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۲۸ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې لوبډلمشرعزیزالحکیم ۱۰۳ او کلام صدیق ۶۶ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې عبدالعزیزخان، نورستاني عمرزي او خاطر ستانکزي دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د بنګلهدېش د هدف په دوام یوازې ۱۸۳ منډې وکړې او په روان اسیا جام کې یې خپله لومړۍ لوبه وبایلله.
د افغان توپوهونکو له ډلې فیصل خان مخکښ منډه جوړونکی و، چې ۵۸ منډې یې وکړې، دغهراز نصیر معروفخېل په ۳۴ منډو وسوځېد.
د بنګلهدېش د توپ اچونکو په ډله کې الفهد او اقبال حسین درېدرې لوبغاړي وسوځول.
افغانستان به خپله دویمه سیالي د ډسمبر په لومړۍ نېټه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.
د ویلو ده چې د افغان لوبډلې په ګروپ کې سریلانکا له نیپال بیا خپله سیالي ګټلې ده او د نومرو په جدول کې تر دې دمه په اول مقام کې قرار لري.