د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

په کابل کې وروستی برید به د انتخاباتو پروسه تر پوښتنې لاندې راولي؟


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر له پیل تر اوسه د ۲۹۱ زره کسانو نومونه لیکلي دي.

دغه بهیر ۱۰ ورځې وړاندې پیل شوی او ظاهراً د خلکو ګډون په‎کې د پام وړ نه‎ښکاري.

په کابل کې د یکشنبې ورځې تر خونړي برید وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه لا وختي دی چې وویل شي، د نوم لیکنې بهیر پڅوالی به د انتخاباتو ترسره کول تر پوښتنې لاندې راولي.

نوموړې له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د انتخاباتو ترسره کولو او د خلکو د خوندیتوب لپاره لا ښه زمینه برابره کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیاله وسیمه بادغیسي
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیاله وسیمه بادغیسي

اغلې بادغیسي زیاته کړه:

"په حقیقت کې موږ هیله‎مند یو چې امنیتي شرایط لا ښه او امنیت ټینګ شي، خو په عین حال کې موږ د رأی ورکوونکو د لېست جوړولو او په انتخاباتو کې د هغوی تر ګډون، د خلکو خوندیتوب ته اندېښمن یو. هیله لرم شرایط ښه شي. په همدې حال کې چې زموږ په هېواد کې دا ډول وضعیت رامنځته شوی، اړینه ده چې مثبت بدلونونه هم راشي."

تر انتخاباتو دمخه بهیر کې د خلکو د حضور د کموالي اندېښنې داسې مهال راپورته شوي چې په افغانستان کې د نوم لیکنې څو مرکزونه او د کاغذي تذکرو د وېش مرکزونه په‎دې وروستیو کې د امنیتي پېښو شاهد وو.

په وروستي ځانمرګي برید کې چې د روانې اوونۍ د یکشنبې ورځې سهار د کابل په دشت برچي سیمه کې وشو، تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي او شااوخوا ۱۲۰ نور ټپیان شول.

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

د دې خونړي برید وروسته ډېر لږ کسان په کابل کې د نوم لیکنې او د تذکرو د تأیید او وېشلو مرکزونو ته ولاړل.

ګلالۍ یوه له هغو کسانو ده چې د یکشنبې ورځې تر پېښې وروسته‌یې تر ډېره اندېښنه درلوده.

نوموړې وايي:

"خلک انتخاباتو ته ډېر لېواله نه‎دي. د تېرو کلونو په مقایسه اوس چې د خلکو امنیت او وضعیت ته ګورو، ډېری خلک په انتخاباتو کې ګډون نه‎کوي او نه‌غواړي رأیه ورکړي، ځکه ورځ تر بلې وضعیت خرابېږي."

یوازې ګلالۍ په‎دې اړه اندېښمنه نه‎ده.

سوما زیارمل په کابل کې د نوم لیکنې د یوې حوزې کارکوونکې ده.

دا هم امنیت د انتخاباتو پر وړاندې لوی خنډ بولي.

دا وايي:

"هغه پېښه چې وشوه بیا یې زموږ بهیر ته ستونزې پېښې کړې. امنیتي ستونزې زموږ بهیر اغېزمنوي او موږ به ډېر لږ ګډونوال ولرو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې دوی د رأی ورکوونکو د امنیت لپاره هر ډول چمتووالی لري.

د کابل د وروستۍ پېښې ټپیان
د کابل د وروستۍ پېښې ټپیان

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون روان کال د تلې ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې ده.

په انتخاباتو کې د رأی ورکولو لپاره د افغانستان ۱۴ میلیونه وګړي پر شرایطو برابر دي او تر اوسه معلومه نه‎ده چې د څومره شمېر کسانو تر نوم لیکنې وروسته به انتخابات وشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي ازادي راډیو ته وویل چې په انتخاباتو کې د پراخ ګډون لپاره د خلکو د تشویق هڅې کوي، ځکه د دې په خبره په‎دې بهیر کې په ګډون سره خلک د خپل هېواد په سیاسي راتلونکي کې بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG