د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

په کندز کې یو شمېر ښځې د بېلابېلو مجبوریتونو په خاطر په مخدره موادو اخته شوي


په کندز ولایت کې د نشه‌يي موادو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې یو شمېر ښځې هم په مخدره موادو روږدې شوې دي.

په کندز کې یو شمېر ښځې د بېلابېلو مجبوریتونو په خاطر په مخدره موادو اخته شوې دي.

که څه هم له نشه‌‌يي توکو سره د مبارزې ریاست د چارواکو په خبره له ۹ کالو راهیسې په کندز کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو تر څنګ‌یې په دې ولایت کې د معتادينو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د کندز له نشه‌يي موادو سره د مبارزې رئيس عبدالبصیر مُرشد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې ولایت کې یو شمېر مېرمنې هم په مخدره موادو اخته شوې دي.

یوه معتاده مېرمن
یوه معتاده مېرمن

نوموړي زیاته کړه:

"په کندز کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی، خو زموږ اندېښنه دا ده چې په دې ولایت کې د معتادينو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او اوس‌مهال نه‌یوازې دا چې نارینه، بلکې ښځې هم په نشو اخته دي."

«خال بي بي» یوه له هغو مېرمنو څخه ده چې نشه کوي، دا وايي چې مېړه‌یې په زوره مجبوروي چې د ښار په واټونو کې سوال او غیر اخلاقي کارونه وکړي او ده ته د نشې موادو لپاره پيسې پیدا کړي.

دا وايي:

"ماته مې مېړه وايي چې بازار ته ولاړه شه، سوالګري او بد اخلاقي وکړه، له هر سړي سره ولاړه شه، خو ما ته پيسې پیدا کړه چې نشه‎‌یي مواد پرې واخلم."

یو شمېر ښځې بیا وايي چې د کورنیو جګړو پر مهال‌یې د کورنیو مشران له لاسه ورکړي، له اقتصادي او نورو بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي، نو ځکه‌یې نشو ته مخه کړې ده.

یوه مېرمن چې خپل نوم نه‌يادوي وايي چې مېړه‌یې په جګړو کې مړ شوی دی او دا د غمونو له امله نشه کوي.

دا زیاتوي:

"اقتصادي ستونزو او نادارۍ دې ته اړه کړم چې په مخدره توکو اخته شم، اوس له دولت څخه غواړم چې له ما سره مرسته وکړي، ترڅو بېرته روغه شم او له مخدره موادو خلاصه شم."

په ورته وخت کې یوه بله مېرمن چې نوم نه‌اخلي وايي چې د ژوند ناخوالو، جګړو او مهاجرتونو نشو ته اړ کړې ده.

د درملنې په مرکز کې یوه معتاده افغان مېرمن
د درملنې په مرکز کې یوه معتاده افغان مېرمن

دا وايي:

"زه اوس د خلکو په کورونو کې کار کوم چې د ورځې ۱۵۰ افغانۍ مزدوري راکوي او بیا پرې نشه‌يي مواد رانیسم، مخدره مواد د بازار په هر ځای کې موندل کېږي، دولت‌یې باید مخه ونیسي او له موږ سره مرسته وکړي چې له نشې څخه وژغورل شو."

په کندز کې د معتادینو د ۸۰ بستریز روغتون مشر ډاکتر عبدالقدوس میاخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د نارینه‌وو تر څنګ زیات شمېر ښځې هم په نشو اخته دي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"موږ د ولایت مقام او ولایتي شورا ته وړاندیز کړي چې په دې ولایت کې نشه‌یانو ښځو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ کړي، د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست راسره ژمنه کړې چې په دې برخه کې به امکانات راکوي او په کندز ښار کې به موقتي یوه حویلۍ نيسي چې معتادې ښځې له دې خدماتو څخه ګټه واخلي."

په کندز کې د نشه‌یي موادو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د معتادو کسانو شمېر څه باندې ۳۰ زره تنو ته لوړ شوی چې په ۱۰۰ کې ۱۵یې ښځې او ماشومان دي.

راپور: اجمل آرین

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG