د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

مؤحد: تمه ده چې په راتلونکي کې افغانستان د «CARICC» غړیتوب ترلاسه کړي


افغان حکومت د «CARICC» یا د مخدره موادو په برخه کې د مرکزي اسیا د معلوماتو او همغږۍ مرکز د اصلي غړیتوب ترلاسه کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تمه ده، افغانستان د روان میلادي کال په جون میاشت کې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.

د ښاغلي مؤحد په خبره اوس‌مهال قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او روسیه د دې سازمان اصلي غړي او د پاکستان، ترکيې او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون افغانستان په‎کې د څارونکي په توګه غړیتوب لري.

نوموړی وايي:

"د افغان حکومت د وړاندیز له مخې تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان د دې سازمان اصلي غړیتوب ترلاسه کړي. د دې سازمان د غړیتوب په ترلاسه کولو سره به د معلوماتو د تبادلې، پر پولو کنټرول او د ګډو عملیاتو په برخه کې به د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ته اسانتیاوې برابرې شي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان په شمال کې پراته ګاونډي هېوادونه د مافیايي ډلو او قاچاق کوونکو لپاره د مخدره موادو د قاچاق غوره لارې بلل کېږي او اکثره وخت له‎دې لارو افغانستان ته ځانګړي کیمياوي مواد يا فري کرسرونه قاچاق کېږي چې د هیروئینو په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په وروستي راپور کې هم راغلي و چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته د ځانګړو کیمیاوي موادو يا فري کرسرونو ټرانزیت په دغه هېواد کې د هیروئینو د تولید زیاتوالي ته زمینه برابره کړې ده.

که څه هم افغان حکومت له دې هېوادونو څخه له یو شمېر هېوادونو سره‌يې د مخدره موادو پر ضد مبارزې په برخه کې د معلوماتو شریکولو تړونونه لري، خو د افغان چارواکو په خبره دا هېوادونه له مخدره موادو سره مبارزه کې صادقانه او لازمه همکاري نه‎کوي.

  • دا چې د افغانستان لپاره به د «CARICC» یا د مخدره موادو په برخه کې د مرکزي اسیا د معلوماتو او همغږۍ مرکز غړیتوب څومره مؤثره وي؟

د ولسي جرګې يو غړی خالد پښتون‌یې په اړه وايي:

"زه فکر کوم چې دا یو طرفه معامله ده، کرک سازمان ته د افغانستان ورګډېدل ښايي له سیاسي اړخه مثبت اغېز ولري، خو په عمل کې روسان او د دوی اقمار چې زموږ په ګاونډ کې ژوند کوي، دوی زموږ اطلاعاتو ته ضرورت لري، که دوی رښتیا هم غواړي چې سوله راشي او مخدره مواد له‎منځه ولاړ شي، نو د طالبانو پر وړاندې دې له افغان حکومت سره ودرېږي چې له دې لارې به هم مخدره مواد له‎منځه ولاړ شي او هم به امن راشي."

تر دې مخکې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز هم ویلي و چې دوی څو ځله خپل معلومات د سیمې هېوادونو له پولیسو سره شریک کړي، خو مقابل لوري په‎دې برخه کې همکاري نه‎ده کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG