د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د سولې په اړه د کابل او اسلام‌اباد له "دولت په دولت" خبرو د افغان چارواکو تمه!


افغان حکومت وايي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور رامنځته کېدو یوازنۍ لار د پاکستان له لوري عملي اقدامات دي.

کابل ته د پاکستان د صدراعظم تر سفر یوه ورځ مخکې افغان چارواکي هیله ښيي چې دا ځل اسلام‌اباد د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او د افغان سولې د ټینګښت لپاره عملي اقدامات وکړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، په تېره کې د پاکستان ژمنو هېڅ درد نه‌دی دوا کړی او اوس باید دغه هېواد د عمل لار خپله کړي.

ښاغلي فیصل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۶» ازادي راډیو ته وویل چې د اسلام‌اباد عملي اقدامات کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاریو ته لار هواره کړي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"دا ځل زموږ هیله ده او د همدې لپاره دغه بلنه هم ورکړل شوې چې پاکستان رښتینی عمل وکړي، له ترورېستانو سره همکاري ونه‌کړي او هغه ژمنه چې کوي یې په عمل کې یې هم پوره کړي، څو د باور جوړونه وشي چې د افغانستان خلک، حکومت او نړیواله ټولنه پر پاکستان باور وکړي او له هغې وروسته ګډو همکاریو ته زمینه مساعده شي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د جمعې په ورځ د افغان حکومت په بلنه کابل ته راشي.

د افغان چارواکو په خبره د سولې په برخه کې همکاري، د ترورېستي ډلو پر وړاندې ګډه مبارزه او سیمه‌ییزه همکاري له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو عمده ټکي دي.

تر دې مخکې، په روانه اوونۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینې جنجوعه هم په کابل کې له یو شمېر افغان چارواکو سره ولیدل، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په یادو ناستو کې د مهمو مسایلو په اړه د پام وړ پرمختګ ونه‌شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ولز پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال هم ویلي چې اسلام‌اباد د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم او عمده رول لري.

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د اغلې ولز له قوله ویل شوي چې نوموړې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او د سولې د ټینګښت په برخه کې له پاکستاني چارواکو نه د رښتینې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

  • خو پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان به دا ځل له افغان او امریکایي چارواکو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه، مشتاق رحیم وایي:

"پاکستان فکر کوي چې تر هغه بریده اقدام او همکاري وکړي چې امریکایان خوشحاله کړي، کېدای شي ځیني اقدامات موقتي اغېز ولري، خو دا تمه چې یو لوی بدلون دې رامنځته شي او پاکستان دې د خپل توان تر بریده همکاري او مرسته وکړي، فکر کوم چې پاکستان به دا کار ونه‌کړي."

اسلام اباد
اسلام اباد

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د هر بل وخت په پرتله ترینګلې شوي او له ترهګرو نه د ملاتړ له امله پر هغه هېواد نړیوال فشارونه هم ډېر شوي دي.

د ښاغلي رحیم په خبره، د افغانستان پر وړاندې د دوه ګوني چلند له کبله پاکستان منزوي شوی او که په خپلو سیاستونو کې بدلون رانه‌وړي، له جدي اقتصادي او سیاسي ننګونو سره به مخ شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG