د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

ارګ: کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر یوه اساسي موضوع سوله ده


د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

د ځینو راپورونو له مخې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په خپل هېواد کې له یو شمېر پوځي چارواکو او سیاسي مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته کابل ته ځي.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي چې د دې سفر یوه اساسي موضوع له طالبانو سره سوله ده.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

نوموړی وايي:

"په‎دې سفر کې اساسي موضوعات د سولې په برخه کې همکاري او همداراز د ترورېستي ډلو پر ضد مبارزه ده. د سیمه‎ییزې همکارۍ په اړه هم له پاکستان سره غږېږو او تر ټولو مهمه دا ده چې موږ غواړو دولت د دولت په کچه خبرو کې چې کومې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته، لیرې کړو."

د پاکستان صدراعظم د سفر په درشل کې روانه اوونۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ کابل ته یو پوځي او ملکي ګډ پلاوی راغی.

د پاکستان صدراعظم سبا کابل ته ځي.

​دغه هیئت د دوشنبې په ورځ له افغان چارواکو سره پر سولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو خبرې وکړې، خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا په‎دې خبرو کې واړه پرمختګونه ترلاسه شوي، خو د پام وړ پرمختګ نه‎دی شوی.

شاهد خاقان عباسي به د جمعې په ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره وګوري.

د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور وایي، کابل ته د پاکستاني پلاوو سفرونه د دې لپاره دي چې اسلام‎اباد په یو ډول د واشنګټن له فشارونو ځان خلاص کړي.

د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور
د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور

نوموړی زیاتوي:

"زموږ د نړیوالو دوستانو له لوري خصوصاً د امریکا د متحده ایالاتو له لوري نوي فشارونه پرې واردېږي. دوی د دې لپاره چې هغه فشارونه کم کړي او راتلونکي نور زیات نه‎شي د مذاکراتو لار یې خپله کړې. نن راځي بیا ځي سبا بیا راځي، نو زه فکر کوم چې دی د خپل درد د دوا کولو لپاره غواړي چې فرصت ترلاسه کړي."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
مستقیم لېنک

نږدې درې اوونۍ مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه هم کابل ته راغلی و، خو د پاکستان صدراعظم ته د افغانستان ولسمشر د کابل د سفر بلنه ورکړې ده، ترڅو دولت د دولت په سطحه خبرې وشي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د پاکستان د صدراعظم سفر ته خوشبینه دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه هم کابل ته راغلی و
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه هم کابل ته راغلی و

نوموړی وايي:

"د افغانستان حکومت هم د سولې په برخه کې ځانګړي وړاندیزونه لري، هم د دواړو هېوادو ترمنځ د ستونزې د هواري په برخه کې مشخص لورلید لري او هغه دا ده چې موږ کولای شو، د دولت په دولت رابطې څخه مثبتو نتیجو ته ورسېږو. موږ تمه لرو چې د پاکستان صدراعظم په سفر کې پر هغو موضوعاتو چې یادې مې کړې په صراحت او جدیت خبرې وکړو، ترڅو مثبتو نتیجو ته ورسېږو."

د پاکستان یو صدراعظم وروستی ځل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې افغانستان ته سفر کړی و.

شرایطو ته په پام سره داسې ښکاري چې د جمعې په ورځ کابل ته د شاهد خاقان عباسي سفر مهم دی.

XS
SM
MD
LG