د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

کابل چاپ ورځپاڼې څه وایي؟


د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د تاشکند د غونډې او په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د تورونو د تبادلې په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغان سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه په جوړېدونکي نړیوال کنفرانس کې به د افغان حکومت د سولې طرحه وارزول شي او له هغې به ملاتړ وشي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت او امریکا دواړه دې کنفرانس ته هیله‌مند دي چې طالبانو ته به یو واحد پیغام دا واستول شي چې د سولې پرته بله لار نه‌لري او نړیوال به یو ځل بیا په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ وکړي.

خو ورځپاڼه لیکي چې د ملي شورا غړي بیا د تاشکند د کنفرانس په اړه بېلابېل نظرونه لري، که ځیني یې ګټور بولي، خو ځیني نور یې بیا په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې کونجي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده او که دوی ونه‌غواړي، نو د سولې له‌پاره روانې هڅې نتیجه نه‌ورکوي.

ورځپاڼه د افغان حکومت په حواله لیکي چې په دې کنفرانس کې به پر افغانستان سربېره، د ملګرو ملتونو، امریکا، روسیې، اروپایي ټولنې، چین، پاکستان، سعودي عربستان، ایران او متحده عربي اماراتو استازي ګډون کوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې روانه جګړه له بهره تپل شوې بللې او له طالبانو او نورو ډلو سره د روسیې، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو اړیکو او مرستو ته په اشارې سپارښتنه کړې چې د تاشکند غونډه باید په افغانستان کې د روانې جګړې بهرني لاملونه لا روښانه کړي.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې د تاشکند دوه ورځنی نړیوال کنفرانس باید داسې یوه طرحه وړاندې کړي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه اړ شي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره عملاً لاس په کار شي.

ورځپاڼه لیکي، تر هغو چې د ترهګرۍ او طالبانو ملاتړې کړۍ او هېوادونه تر سخت فشار لاندې رانه‌شي او یا ترهګرې ډلې له‌منځه ولاړې نه‌شي، نو ناشونې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره لاره پرانيستل شي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د همدې غوښتنې د پوره کېدو لپاره افغانستان په ډېر اخلاص له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، پاکستان او ځینو هغو هېوادونو سره چې د افغانستان د جګړې په ارامولو کې رول لوبولای شي، خبرې کړي او د همکارۍ تمه ترې لري چې هیله ده د تاشکند غونډه هم پرې تمرکز وکړي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې بیا د تاشکند د غونډی په اړه د اروپایي ټولنې نظر راخيستی دی او لیکلي یې دي چې دا غونډه د سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو یو فرصت دی.

ورځپاڼې په کابل کې د اروپایي ټولنې د سفیر په حواله لیکلي دي چې دا غونډه د افغانستان د سولې لپاره خورا مهمه ده او د سيمې او نړۍ هېوادونه به په‌کې په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه خپل لیدلوري هماهنګ کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د تاشکند غونډه داسې مهال جوړېږي چې د کابل پروسې له دوهمې غونډې چې په‌کې افغان ولسمشر د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کړه، دا دی کابو یوه میاشت تېرېږي، خو طالبانو تراوسه پورې هغې ته کوم ځواب نه‌دی ویلی.

د ورځپاڼې په وینا، دا دوهم ځل دی چې ازبکستان د افغانستان د سولې لپاره د غونډې کوربه کېږي، له دې مخکې تاشکند په ۱۹۹۹ میلادي کال کې هم د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه و.

په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د تورونو تبادله بله مهمه مسئله ده چې اکثره ورځپاڼو پرې لیکنې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د امریکا او روسیې ترمنځ د تورونو تبادلې ته د رسنیزې جګړې نوم ورکړی او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د ناندریو زیاتېدلو سره دلته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیالۍ د پیلېدو وېره را پیدا کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې د روسیې سفارت د امریکایي قوماندان جنرال نېکلسن وروستۍ څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې له کره اسنادو پرته باید دا ډول څرګندونې ونه‌شي.

جنرال نېکلسن ویلي وو چې مسکو د طالبانو ملاتړ کوي او دې کار په افغانستان کې د سولې په وړاندې خنډونه پیدا کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا او روسیې ترمنځ د نیابتي جګړې اصلي زیان افغانستان ته اوړي، نو په دې صورت کې افغان حکومت باید خاموشه پاتې نه‌شي.

ورځپاڼه لیکي چې لومړی باید د روسیې اندېښنو ته ځواب وویل شي چې داعش د امریکا پروژه بولي او له دې وروسته باید له طالبانو د روسیې د ملاتړ په اړه بحث وشي او له مسکوه وغوښتل شي چې دا کار باید بند کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د جنرال نېکلسن د څرګندونو په غبرګون کې د روسیې د سفارت بیان راخيستی دی چې په‌کې له طالبانو د روسیې ملاتړ په کلکه رد شوی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د روسیې سفارت په بیان کې راغلي دي چې د امریکایي چارواکو له څرګندونو داسې برېښي چې هغه کسان چې په افغاستان کې د وضعې د خرابېدو لپاره ګرم دي، د داسې څرګندونو له لارې هڅه کوي چې د دې پړه پر نورو واچوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې جنرال نېکلسن ویلي دي چې روسیه د تاجکستان له لارې طالبانو ته پوځي مرستې ورکوي او دې کار په افغانستان کې د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG