د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د افغانستان په اړه په تاشکند کې نن دوشنبه نړیواله غونډه کېږي


د افغانستان په اړه په تاشکند کې نړیواله غونډه د سولې په پروسې او سیمه‎ییزو او امنیتي همکاریو متمرکزه ده.

په دې غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني ګډون کوي.

د ازبکستان د ولسمشر ویاند کامل علم جانوف په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ولسمشر شوکت میرضیایف به له خپل افغان سیال اشرف غني سره کنفرانس ته وینا وکړي.

ښاغلي علم جانوف په افغان ولسمشر سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال توماس شانون، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني، د روسیې، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د دې کنفرانس مهم ګډونوال یاد کړي دي.

د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند دوه ورځنی کنفرانس داسې مهال پیلېږي چې د فبرورۍ په ۲۸مه د کابل د پروسې دوهم کنفرانس په کابل کې جوړ شو او افغان ولسمشر اشرف غني هم طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو لپاره نوي وړاندیزونه وکړل.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه دغه وړاندیزونه نه رد کړي او نه‌یې تأیید کړي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د تاشکند په کنفرانس کې به د همدغو وړاندیزونو پر سر تخنیکي بحث او پرېکړې کېږي او هیله ده چې ګډونوال د افغان سولې له پروسې لا زیاته همکاري څرګنده کړي.

د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري
د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له دې کنفرانس دا توقع لرو ځکه چې د سیمې او نړۍ مهم استازي ورته راځي. هیله‌مند یو چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې چې د افغانستان او افغانانو په لاس وي په کلکه ملاتړ وکړي او هم د افغانستان د سولې عالي شورا او افغان دولت سره په‎دې برخه کې تخنیکي همکاري وکړي. بې له شکه د کابل پروسې دوهم کنفرانس په ازبکستان کې تعقیبېږي بیا هم تخنیکي بحث ورباندې کېږي او سیاسي تصمیمونه پرې نیول کېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د تاشکند په کنفرانس کې به په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې وشي او نړیوال به یو ځل بیا په دې هېواد کې د سیاسي جوړ جاړي لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړي.

اخوا د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني وايي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دغه بهیر کې د مرکزي اسیا د هېوادونو ونډه مهمه ده.

ټاکل شوې چې د تاشکند په کنفرانس کې د متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې، پاکستان، ایران، چین او روسیې په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د تاشکند کنفرانس به څومره د سولې پر دریځ مثبت اغېز وکړي؟

افغان لیکوال او د نړیوالو سیاسي چارو شنونکي انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل، د تاشکند کنفرانس د ډېرو مسایلو د څېړلو فرصت برابروي او افغان حکومت باید افغان سوله د نورو په ګټو پورې تړلې وبولي.

افغان لیکوال او د نړیوالو سیاسي چارو شنونکی انتظار خادم
افغان لیکوال او د نړیوالو سیاسي چارو شنونکی انتظار خادم

نوموړی وايي:

"د تاشکند دا کنفرانس د ګډونوالو د ترکیب په لحاظ ډېر مهم دی. دلته روسیه د افغانستان له حالاتو وېره لري، امریکا له خپلې ناکامۍ په تشویش کې ده، پاکستان باندې د افغانستان د جګړې تور دی او په عین زمان کې چین په اقتصادي مسایلو کې د داخلېدو هیله لري. نو د دغسې هېوادونو ګډون په خپل ذات کې د دې زمینه برابروي چې هېوادونه د یو بل په وړاندې ګېلې او شکایت وکړي او ځيني نور په هغوی شته تورونه سپین کړي. افغانستان ته په کار ده چې د افغانستان د سولې د حساسیت مسئله نړیوالو ته ووايي."

افغان حکومت وايي، د تاشکند په کنفرانس کې د کابل د پروسې پرېکړې تعقیبوي.

د حکومت یوې سرچینې وویل، له ازبکستان سره به د ملګرتیا په دغه نوي باب کې د اړوند مسایلو د ښه څېړلو لپاره دایمي کمېټې جوړې کړي.

د تاشکند کنفرانس چې د شااوخوا ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون په‎کې کوي په پای کې د افغان سولې او سیمه‎ییزې او امنیتي همکارۍ په اړه د څېړل شویو مسایلو یوه اعلامیه هم صادروي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG