د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

د افغانستان په اړه د تاشکند پر غونډې د کابل چاپ ورځپاڼو مطالب


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په ځانګړي ډول په دې اړه په تاشکند کې د جوړېدونکې غونډې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، سبا د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سولې ناسته جوړېږي، د سرمقاله لیکونکي په باور دا ډېره مهمه ده ځکه د افغانستان د سولې د موضوع، سیمه‎ییزې همکارۍ او د ترهګرۍ سره د مبارزې دې ټولو په اړه په‎کې خبرې کېږي.

په سرمقاله کې راغلي دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې افغانستان بدې ورځې تېروي، د جګړې لمن مخ په پراخېدو ده او طالبان ادعا لري چې د کابل تر دروازو رارسېدلي دي.

ورځپاڼې لیکلي:

طالبانو تراوسه نه‎دي ویلي چې په دغه جوړېدونکې غونډه کې به ګډون وکړي که څنګه؟ خو له نظره یې دا شان غونډې هغه مهال ګټورې ثابتېدای شي چې د ښکېلو ټولو غاړو استازي په‎کې ګډون ولري.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د دې غونډې په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ویلز ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له همدې امله د افغانستان په اړه په دې مهم کنفرانس کې ګډون کوي.

په مطلب کې راغلي، په ناسته کې به ټوله هڅه دا وي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ او امنیت شورا د مخکنیو پرېکړو پر بنسټ د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې بهیر ته لار هواره شي.

مسیر لیکلي، په‎دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګ‎لارې مشره فدریکا موګریني او د چین، روسیې، امریکا، فرانسې، جرمني، اېټالیا، ترکیې، هند، ایران، پاکستان، قراقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې په تړاو په خپل یو مطلب کې لیکلي چې طالب مشران دې د افغانستان د خلکو په خاطر چې هره ورځ وژل کېږي، د دې بې مانا تباه کوونکې جګړې په ختمولو فکر وکړي او خپلو مقصدونو ته د رسېدو لپاره دې د بدیلو لارو د غوره کولو اخلاقي شجاعت ولري.

په مطلب کې دا هم راغلي چې طالبانو ته د جنګ د دوام لپاره استدلال سخت دی او ښايي همدا وجه وي چې په دې اړه له خبرو کولو تېښته کوي.

XS
SM
MD
LG