د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د کابل پرلت تنظیمونکي وايي پردوی حمله د پاکستان تالي څټو او «ISI» کړې


د کابل پرلت تنظیمونکي وايي، دوی خپلې قانوني مبارزې ته دوام ورکوي، دا ډول حملې به یې غږ ټپ نه‎کړي بلکې لا به یې غښتلی کړي.

د تنظیمونکو له ډلې ایمل څړوال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله د لر او بر افغان د یووالي د دښمنانو له‎خوا شوې ده:

"دا کار هغو خلکو کړی چې د لر او بر افغان یووالی نه‎شي زغملای، مستقیم پاکستان او د پاکستان تالي څټي مزدورانو او «ای.اس.ای» کړی، زموږ مبارزه به دوام لري، داسې کړنې زموږ مبارزه نه‎شي ټکنۍ کولای."

تېر ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې د کابل د حضوري چمن په سیمه کې د کابل پرلت د خیمې ترڅنګ چاودنه وشوه چې یو اعتراض کوونکی په‎کې ووژل شو او ۱۴ نور ټپیان شول.

د حملې هدف د افغانستان د مدني ټولنې د یو شمېر فعالانو پرلت وو چې د پښتنو، بلوڅو او هزاره‎ګانو د حقونو او په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ یې پېل کړی دی.

د پرلت ګډون‎وال په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف او سولې غږ پورته کړی او له طالبانو غواړي چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د پرلت بل تنظیمونکی اباسین بریال وايي چې د دوی حرکت مدني او د ظلم خلاف دی او دښمنانو له دې ویرې چې د پرلت خیمه په یو فکري مرکز بدلېدونکې ده، دغه حمله وکړه.

ښاغلی بریال زیاتوي چې خپل حرکتونه به پراخ او له کابل سربېره به یې ولایتونو ته هم وغځوي:

"دا د مبارزې یو ملي حرکت دی، موږ به دوام ورکوو، له کابل سربېره به یې ولایتونو ته غځوو، خیمې به دروو، خلک به را وباسو، زموږ مبارزه دوام لري."

نوموړی د پرلت د خیمې د امنیت په ټینګښت کې امنیتي ادارې پړې بولي او ټینګار کوي چې باید په راتلونکي کې د دوی امنیت خوندي کړي.

په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان محمد داود امین وايي چې د پرلت په خیمې د حملې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوي او له غلفت کوونکو سره به قانوني چلند وشي:

"د پلټنې ټیم ورغلی کشفي ارګانونه پلټنې کوي، هغه څوک به معلوم کړي، چې غفلت یې کړی وي، له پرلت کوونکو او د اړوندې حوزې له چارواکو پلټنې پیل شوي دي. "

ښاغلي امین وايي، مدني حرکتونه چې د خلکو قانوني حق دی، امنیتي ادارې مکلفې دي چې امنیت یې خوندي کوي.

د نوموړي په خبره چاودنه د یوځای پرځای شوي ماین په وسیله شوې ده.

د حملې مسؤلیت تر اوسه چا په ځان نه‎دی منلی.

د یادونې ده، دا لومړی ځل نه‎دی چې په مدني حرکتونو دا ډول حملې کېږي، بلکې شاوخوا یو نیم کال مخکې په کابل کې په روښنايي غورځنګ هم په حمله کې ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کابل امنیه قوماندان له خلکو غواړي چې امنیتي وضعیت ته په پام او د مظاهره کوونکو او اعتراض کوونکو د امنیت د خوندیتوب په هدف خپل ټولنیز او مدني حرکتونه له امنیتي ارګانونو شریک کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG