د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د کابل ښار په چمنِ حضوري کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۳ یې ټپیان کړي


د کابل ښار په چمنِ حضوري کې پرون شنبه په چاودنه کې یو تن ووژل او ۱۳ تنه زخمیان شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند، بصیر مجاهد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د ماښام په شپږ نیمو بجو وشوه.

ښاغلي مجاهد د زخمیانو شمېر ښپږ تنه ښوودلی، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د عامې روغتیا د وزارت د ویاند، وحید مجروح په حواله د زخمیانو شمېر ۱۳ تنه ګڼلی دی.

د حملې هدف د افغانستان د مدني ټولنې د یو شمېر فعالانو پرلت و چې د پښتنو، بلوڅو او هزاره ګانو د حقونو او په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ یې پېل کړی دی.

د پرلت یوه تنظیمونکي، عنایت ساپي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د خېمې دننه ناست وو، یوه ویناوال خبرې کولې، یو ډېر قوي انفجار وشو، ملګري شاوخوا وغورځېدل، زخمیان شول، نو موږ له خېمې ووتلو، زخمیان روغتونونو ته انتقال شول."

د حملې مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی اخېستی.

  • پخواني معلومات

د کابل ښار په چمنِ حضوري کې نن د شنبې په ورځ په چاودنه کې یو تن ووژل شو او شپږ تنه نور زخمیان شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند، بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د ماښام په شپږ نیمو بجو وشوه.

د حملې هدف د افغانستان د مدني ټولنې د یو شمېر فعالانو پرلت و چې د پښتنو، بلوڅو او هزاره‎ګانو د حقونو او په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ یې پېل کړی دی.

د پرلت یوه تنظیمونکي، عنایت ساپي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د خېمې دننه ناست وو، یوه ویناوال خبرې کولې، یو ډېر قوي انفجار وشو، ملګري شاوخوا وغورځېدل، زخمیان شول، نو موږ له خېمې ووتلو، زخمیان روغتونونو ته انتقال شول."

د حملې مسؤلیت لا کومې ډلې نه‎دی اخېستی.

  • پخواني معلومات

په پرلت کې د حکمت حسن په نوم یوه ګډون کوونکي په ایمرجنسي روغتون کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په دغه پېښه کې د دوی یو تن و‎ژل شوی او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې ددې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

  • پخواني معلومات

په کابل ښار کې د پرلت کېږدۍ ته نېږدې چاودنې درې تنه ژوبل کړي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ بصیر مجاهد ددې پېښې په تأیید ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه شاوخوا اووبجې ماښام شوې.

د بصیر مجاهد په وینا دې کېږدۍ ته نېږدې یو ماین ایښودل شوی وی.

په دې کېږدۍ کې هر ماښام ځوان فعالان سره راټولېږي او په پاکستان کې د پښتنو د غورځنګ څخه د ملاتړ په توګه ویناوې کوي.

په پاکستان کې دا غورځنګ له هغه وخته راپیل شو چې کله نقیب الله محسود یو پښتون ځوان د پاکستاني پولیسو له خوا ووژل شو.

د راپورونو پر اساس محسود له ترورستانو سره په لاس لرلو د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په کابل ښار حضوري چمن سیمې د پرلت کېږدۍ ته نېږدې چاودنه شوې.

د دې وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د چاودیدونکو توکو له امله شوې چې درې تنه یې ټپیان کړي دي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې ددې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

لا تر اوسه ددې پېښې نور جرئیات په لاس کې نشته.

XS
SM
MD
LG