د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

حکمتیار: د امن سیمو د رامنځته کېدو طرحه عملي ده او امریکا پرې غور کوي


د امن سیمو د رامنځته کېدو په اړه د حزب‎اسلامي له طرحې سره د یو لړ مخالفتونو با وجود د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، جالبه به وي چې د جګړې ښکېل اړخونه له یادې طرحې ملاتړ ونه‎کړي.

د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر وايي، د امن سیمو د رامنځته کېدو طرحه عملي ده او د امریکا متحده ایالات پرې غور کوي.

ښاغلي حکمتیار د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا او سعودي عربستان هم له دغې طرحې سره موافق دي.

نوموړی زیاتوي:

"اوس امریکا په دې طرحې جدي غور کوي، دا طرحه اوس د جمهور رئیس په مېز هم پرته ده، پنټاګون او سپینې ماڼۍ کې هم. دا دی، نن دا وویل چې شول چې امریکا او سعودي په ګډه په دې طرحې بحث کوي او له‎دې سره موافق دي چې د امن داسې سیمې جوړې شي چې هلته به د بېلابېلو لوریو پوځي او جنګي ځواکونه نه‎وي."

د حزب‎اسلامي مشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د سعودي له شهزاده محمد بن سلمان سره د هغو طالبانو په خوندي‎توب غږېدلی، کوم چې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښيي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، د جېمز مټېس او د سعودي د شهزاده د خبرو موضوع د افغانستان په سوله کې د سعودي عربستان د رول څرنګوالی او له هغو طالبانو سره همکاري وه چې د سولې خبرو ته لېوالتیا لري.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر ویلي و چې د طالبانو ځینو ګروپونو له افغان حکومت سره سولې ته لېوالتیا ښودلې ده.

که څه هم یادو چارواکو د امن سیمو د رامنځته کېدو په اړه څه نه‎دي ویلي، خو د حزب‎اسلامي مشر وايي، یاده طرحه عملي او په نورو هېوادونو کې هم ورته کامیابه تجربې شوي دي.

د حزب‎اسلامي د طرحې له مخې د جګړې د ښکېلې خواوو په توافق به د امن داسې سیمې چې طالبان په‎کې د امن احساس وکړي، رامنځته شي.

د یادې طرحې پر بنسټ دغه سیمې د افغانستان په هر ګوټ کې رامنځته کېدای شي او د امنیت د ټینګښت لپاره یې باید بې طرفه ځواکونه رامنځته شي.

د حزبي‎اسلامي دا طرحه له یو شمېر مخالفتونو سره هم مخ ده، خو د یاد ګوند مشر وايي چې له دغې طرحې ناسمه اخېستنه شوې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا وايي چې افغان حکومت د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته د سولې جامع او هر اړخېزه طرحه وړاندې کړې ده.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، افغان حکومت د سولې په طرحه کې د هغه طالبانو د خوندیتوب ټول مسایل په پام کې نیولي چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

نوموړی وايي:

"موږ له حزب‎اسلامي سره عملي تجربه لرو او تاسو ولیدل چې له دغه ګوند سره د سولې د هوکړې ټول مواد عملي شول، طالبانو ته هم موږ وړاندیزونه کړي او د ځواب په تمه یې یو او کومې وعدې چې شوي د هغې عملي کېدو ته ژمن یو."

طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ګلبدین حکمتیار د امن سیمو له طرحې سره مخالفت ښودلی دی او طالب ویاند ذبیح‎الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې دا د افغانستان د ویش په مانا ده.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه نصرالله ستانکزی بیا وايي، سوله د ټولو افغانانو ګډ ارمان دی، خو د دغه ارمان د پوره کېدو لپاره باید داسې څه رامنځته نه‎شي چې د راتلونکي جدي ستونزو پیلامه وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG