د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

غني: د امریکا ستراتېژۍ کابل ته امکان برابر کړ څو طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړي


افغان ولسمشر وایي، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ په سیمه کې وضعیت بدل کړی دی.

اشرف غني دا څرګندونې نن په ارګ کې د امریکا له دفاع وزیر جېمز مټېس سره چې نن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی، په غونډه کې وکړې.

ښاغلي غني دغه‌راز وویل چې د دغې ستراتېژۍ په نتیجه کې د افغانستان په مسئله کې ښکېل لوبغاړي دې ته اړ کړي چې پر خپلو پالېسیو بیا کتنه وکړي او هم‌یې د افغانستان حکومت ته د دې امکان برابر کړی و چې طالبانو ته بې‌ساری د سولې وړاندیز وکړي.

د امریکا د فاع وزیر له دې غونډې مخکې هغو خبریالانو ته چې کابل ته له ده سره په دې سفر کې ملګري وو ويلي و چې اوس هم د دې امکان شته چې په افغانستان کې بریالیتوب ترلاسه شي، خو د ده په وینا هغه به د جګرې له ډګره نه، بلکې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د سیاسي جوړجاړي په نتیجه کې وي.

مټېس دغه‌راز وویل، متحده ایالاتو داسې نښې لیدلي چې د طالبانو یو شمېر ډلې لېواله دي چې د څه باندې ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د خبرو امکان وازمایي.

ده زیاته کړه:

"له څو میاشتو راهیسې د طالبانو یو شمېر ډلو، کوچنیو ډلو یا له مخکې اړیکې ټینګې کړې او یا یې هم خبرو کولو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده."

له کله چې د امریکا ولسمشر په تېر اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړې، دا افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر دوهم سفر دی او هغه داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا په دې هېواد کې بیا پوځي هڅې زیاتې کړې دي.

  • پخواني معلومات

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس نن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد چې په افغانستان کې روانه جګړه وارزوي او هم د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته د یو شمېر وسله‌والو طالبانو د حاضرولو پر امکاناتو خبرې وکړي.

دغه سفر چې د امنیتي دلایلو له امله له مخکې نه‌و اعلان شوی، داسې مهال ترسره کېږي چې متحده ایالات په دې هېواد کې د په ټپه درېدلې جګړې لپاره نوي امکانات برابروي.

مټېس هغو خبریالانو ته چې له ده سره په دې سفرکې ملګري وو، وویل چې د ده په باور تر اوسه بریالیتوب ممکن دی چې هغه له وسله‌والو طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي پر اساس وباله.

مټېس وویل، متحده ایالاتو داسې نښې لیدلي چې د طالبانو یو شمېر ډلې لېواله دي چې د څه باندې ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د خبرو امکان وازمویي.

مټېس زیاته کړه:

"د طالبانو یو شمېر ډلو، کوچنیو ډلو یا له مخکې اړیکې ټینګې کړي او یا یې هم خبرو کولو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده."

په کوټه کې طالبانو ته نږدې یوې سرچینې نن ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د طالبانو یو شمېر قوماندانانو په انفرادي توګه د سولې د خبرو لپاره د افغانستان له حکومت سره تماسونه ټینګ کړي دي.

په دغو قوماندانانو کې د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال عبدالرحمن زاهد نوم هم اخیستل شوی دی.

له طالبانو سره له قید او شرط پرته د افغانستان د حکومت د سولې پر نویو وړاندیزونو شااوخوا دوه اوونۍ تېرېږي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل رسمي دریځ نه‌دی څرګند کړی.

  • پخواني معلومات

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس نن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد چې په افغانستان کې روانه جګړه وارزوي او هم د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته د یو شمېر وسله‌والو طالبانو د حاضرولو پر امکاناتو خبرې وکړي.

دغه سفر چې د امنیتي دلایلو له امله له مخکې نه‌و اعلان شوی، داسې مهال ترسره کېږي چې متحده ایالات په دې هېواد کې د په ټپه درېدلې جګړې لپاره نوي امکانات برابروي.

مټېس هغو خبریالانو ته چې له ده سره په دې سفر کې ملګري وو، وویل چې د ده په باور تر اوسه بریالیتوب ممکن دی چې هغه له وسله‌والو طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي پر اساس وباله.

مټېس وویل، متحده ایالاتو داسې نښې لیدلي چې د طالبانو یو شمېر ډلې لېواله دي چې د څه باندې ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د خبرو امکان وازمویي.

مټېس زیاته کړه:

"د طالبانو یو شمېر ډلو، کوچنیو ډلو یا له مخکې اړیکې ټینګې کړي او یا یې هم خبرو کولو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده."

  • پخواني معلومات

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس په یو ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی.

مټېس کابل ته په رسېدو سره ویلي چې دی په دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکا بریالیتوب اوس هم د امکان وړ دی او ویلي حتمي نه‌ده چې دغه بریالیتوب دې د جګړې په میدان کي وي، بلکې دغه بریالیتوب د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې په خبرو کې هم نغښتی دی.

مټېس خبریالانو ته ویلي چې دوی په افغانستان کې بریا ته د رسېدو په حال کې دي چې دغه بریا به پوځي نه، بلکې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سوله وي.

نوموړي ویلي چې دی به له افغان ولسمشر او په افغانستان کې د ناټو له قوماندان سره وګوري.

XS
SM
MD
LG