د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

ټرمپ: داسې ښکاري چې روسیه د سکریپال او د هغه د لور په مسمومېدو کې لاس لري


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، داسې ښکاري چې روسیه، د انګلستان په سالزبري ښار کې د روسیې د استخباراتي د یوه پخواني مامور او د هغه د لور په مسمومولو کې لاس لري.

ښاغلي ټرمپ پرون پنجشنبه په سپینه ماڼۍ کې د ایرلنډ له صدراعظم لیو وردکار سره د کتنې پر مهال په دې اړه څرګندونې وکړې.

بریتانوي چارواکي وايي، د روسیې د استخباراتو پخوانی مامور سرګي سکریپال او د هغه لور د داسې زهري کیمیاوي مادې په وسیله چې اعصاب شنډوي، مسموم شوي دي.

سکریپال او د هغه لور یولیا ۱۲ ورځې مخکې د داسې موادو په وسیله مسموم شول چې د بریتانوي چارواکو په وینا اعصاب شنډوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ښاغلي ټرمپ دې پوښتنې ته چې ایا په دې مسمومیت کې به د ولسمشر ولادیمیر پوتین لاس وي کنه؟

په ځواب کې وویل:

"همداسې ښکاري. ما د بریتانیا له صدراعظمې سره خبرې وکړې او موږ په دې اړه ژور بحثونه وکړل. دا حالت خواشینوونکی دی او داسې ښکاري چې روسان په قطعي ډول لاس په‎کې لري. دا کار باید نه وای شوای. موږ دې مسئلې ته د نورو مسئلو په شان په ډېره جدي سترګه ګورو."

فرانسې، جرمني او متحد ایالاتو پرون پنجشبه په یوه ګډ بیان کې وویل چې پر سرګي سکريپال او د هغه پر لور حملې ته د یوه بوږنوونکي عمل په سترګه ګوري او دا د بریتانیا پر ملي حاکمیت برید او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼي.

د دې هېوادونو مشرانو په خپل ګډ بیان کې ویلي چې له دوهمې نړیوالې جګړې په را وروسته کلونو کې دا لومړی ځل دی چې له دې ډول موادو څخه کار اخېستل کېږي.

بریتانوي چارواکي وايي، سکریپال او لور یې- چې د روانې مارچ میاشتې په ۴مه په سالزبري ښار کې پر یوه چوکۍ پراته بې‎سده وموندل شول، لا هم په نازک حالت کې دي.

د چارواکو په وینا هغه زهري مواد چې په دې وژونکې عمدي حمله کې کار ترې اخېستل شوی د نوویچوک «Novichok» په نوم د اعصابو د شنډونکو موادو په یوه ګروپ پورې چې د پخواني شوروي اتحاد پوځ جوړ کړي وو، تړلي دي.

XS
SM
MD
LG