د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

مشرانو جرګه: د داعش د انتقال په اړه د ظریف اوازې د سولې پروسه کې خنډ جوړوي


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر هغه ادعا چې ګنې امریکايي هليکوپټرې داعش جنګیالي د افغانستان نامعلومې سیمې ته انتقالوي، د اندېښنې وړ بولي.

په افغانستان کې د داعش د حضور او تمویل په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څرګندونې د افغانستان د مشرانو جرګې تند غبرګون راپارولی.

د دغې جرګې د سې شنبې ورځې په ناسته کې یو شمېر سناتورانو وویل، ایران د خپلې دغې ادعا په اړه باید مؤثق اسناد وړاندې کړي.

سناتور زلمی زابلی
سناتور زلمی زابلی

سناتور زلمي زابلي په دې اړه وویل:

"په دې اړه موږ له افغان حکومته غواړو چې له ایران او روسیې پوښتنه وکړي چې کوم اسناد دوی لري چې امریکايي طیارې د افغانستان له ختیځ څخه شمالي ولایتونو ته داعش انتقالوي، هغه کوم اسناد دي، کنه ولې زموږ په هېواد کې داسې اوازې اچوي چې د اندېښنې سبب ګرځي او د سولې پروسه کې هم خنډ جوړوي، که چېرې په رښتیا هم داسې وي، افغان حکومت باید له امریکا جدي پوښتنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره ورځ اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چي امریکايي هليکوپټرې د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت له هسکې مېنې ولسوالۍ څخه د داعش وسله‌وال نامعلوم ځای ته انتقالوي.

تر دې وړاندې روسیې هم اندېښنه ښودلې چې نامعلومې هلیکوپټرې افغانستان ته داعش جنګیالي او په لوېدیځ کې جوړې شوې وسلې انتقالوي.

روسیه: افغانستان کې د داعش د حضور او د اغېزو پر پراختیا اندېښنه لرو

خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پروسې په یوې تخنیکي ناسته کې د څه باندې ۲۵ هېوادونو استازو ته د داعش او دا چې نامعلومې هلیکوپټرې دوی ته وسلې لېږدوي، د سپیناوي لپاره د سیمه‌يیزو تحقیقاتو وړاندیز کړی.

د ښاغلي اتمر په خبره، داعش په افغانستان کې ماته خوړلې او مهم قوماندانان‌یې یا وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې داعش په افغانستان کې ماته خوړلې ده.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم د داعش پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کړې او دا یې ویلي چې دغه ډله په کافي اندازه ځپل شوې ده.

یو شمېر افغان کتونکي د ایران او روسیې دا ډول ادعاوې تبلیغاتي جګړه یادوي.

یونس فکور
یونس فکور

د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"روسیه او ایران دغه تبلیغاتي جګړه ځکه مخ ته وړي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لارې پر افغانستان تېرې نه‌شي او بېرته‌یې د روسیې په چوکاټ کې ورشامل کړي، دغه هېوادونه زموږ په پرمختګ کې خپله ګته نه‌ویني او هڅه کوي چې افغانان په خپلو متحدانو شکمن کړي او بل طالبان وډاروي چې ځان سره همکارۍ ته وهڅوي."

نوموړي همدارنګه له افغان حکومته وغوښتل، څو له خپلو نړیوالو ملګرو سره دغه اندېښنې شریکې کړي او کومه رواني جګړه چې ایران او روسیې پیل کړې، د مخینوي لپاره‌یې جدي تدابیر ونیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG