د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

نېکلسن: د داعش تر ختمېدو په افغانستان کې عملیاتو ته دوام ورکوو


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او د درېیو مشرانو ترڅنګ يې يو شمېر لوړ پوړي قوماندان هم په افغانستان کې وژل شوي دي.

دغه ماموریت وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر وړاندې به د دوی عملیاتونه د دغې ډلې د بشپړې ماتې تر وخته په افغانستان کې ادامه ومومي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن د شنبې په ورځ په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره د قاطع ملاتړ ماموریت امنیتي همکاریو په برخه کې د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانۍ «سیستیکا» د قوماندان د بدلېدو د مراسمو په څنډه کې خبریالانو ته وویل په تېر يوه کال کې داعش ډلې ته په افغانستان کې درانه تلفات اوښتي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د اسلامي دولت يا داعش ډلې په وړاندې خپلو عملیاتونو ته دوام ورکوو، موږ په تېر يوه کال کې د دې ډلې درې مشران او لسګونه قوماندان په افغانستان کې ووژل شول، زموږ عملیات به تر هغه روان وي چې دغه ډله په بشپړه توګه په افغانستان کې له منځه يوسو."

ښاغلي نېکلسن وویل چې د خراسان ولایت امیر ابو سعید د جولای په يوولسمه په کونړ کې به يوه هوايي برید کې ووژل شو.

نوموړي همدارنګه وویل چې د داعش ډلې جنیګالیو په شمېر کې ډېر کموالی راغلی او ډېری قوماندان يې هم د ګډو ځواکونو په عملیاتونو کې وژل شوي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر همدارنګه وویل چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو، ننګرهار، کونړ او په جوزجان کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره به عملیاتونه ترسره کړي.

جنرال نېکلسن وویل چې د داعش ډلې جنګیالي له بهر نه افغانستان ته راځي او دلته افغانان له ستونزو سره مخ کوي.

نېکلسن: داعش وسله وال له نورو هېوادونو افغانستان ته راځي.
نېکلسن: داعش وسله وال له نورو هېوادونو افغانستان ته راځي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت د شنبې په شپه ناوخته د ابو سعید د وژل کېدو خبر ورکړل خو داعش ډلې لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د سیستیکا قوماندان تورن جنرال ریچارد کایزر د مخه ښې مراسمو ته په وینا کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي په امنیتي برخه کې د نوموړي له کارونو ستاینه وکړه او هلې ځلې يې وستایلې.

نوموړي زیاته کړه:

"د جنرال کایزر له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو مننه کووم، نوموړي همېشه هڅه کړې چې زموږ امنیتي دستګاه د دې جوګه شي د افغانستان نه دفاع وکړي او ظرفیتونه يې لوړ لاړ شي."

د ښاغلي کایزر دنده تورن جنرالې رابن فانتس ته وسپارل شوه.

د دې مراسمو په پای کې د افغانستان د ملي امنیت سلا کار حنیف اتمر د جنرال کایزر په سینه د غازي محمد ایوب خان دولتي مډال چې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منظور شوی وځړاوه.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG