د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، موږ په افغانستان کې د داعش د وسلهوالو د حضور او د اغېزو د پراختیا په اړه اندېښمن یو.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه محمد اصف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په شمال او ختیځ کې د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې یا داعش موجودیت جدي خطر دی.
نوموړي وویل، دوی په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو او روسیې ته له دې درکه د پېښ ګواښ په اړه اندېښمن دي.
د پاکستان چارواکي هره ورځ مختلفې څرګندونې کوي.
د لاوروف په وینا دا مهال د داعش وسلهوال د افغانستان په هغو سیمو کې دي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په پولو پرتې دي.
پاکستاني رسنۍ: د روسیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېږي
له دې سره منځنۍ اسیا هېوادونو ته د دې وسلهوالو د اوښتو خطر زیات شوی له کومه ځایه چې د لاوروف په وینا روسیې ته په رسېدو کې ستونزه نهلري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف سره په دې ګډه خبري غونډه کې وویل:
"موږ افغانستان کې دننه او شااوخوا وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوو. موږ په دې هېواد کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت، د ترهګرو د فعالیتونو د زیاتېدو، د نشهيي توکو ګواښ چې لهمنځه نهدی تللی او د افغانستان په شمال او ختیځ کې د داعش ډلې د پیاوړي کېدو په اړه شریکې اندېښنې لرو."
د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د مسکو په دې خبري غونډه کې همدارنګه ادعا وکړه چې ناټو او افغان حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې خطر چې د لاوروف په وینا د جنګیالیو شمېر یې تر زر تنو رسېږي کم ښيي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په دې خبري غونډه کې وویل:
"زموږ په باور په افغانستان کې د داعش د ترهګرو شمېر په ځانګړې توګه په شمال ختیځ کې د طالبانو د ځینو هغو ډلو نه زیات دی چې کابل او امریکا یې په ورځنۍ توګه یادوي، خو د کابل او واشنګټن لهخوا په دومره لوی شمېر کې د داعش د موجودیت او یا پراختیا رښتینی تصدیق نهدی شوی."
د افغانستان دفاع وزارت د خواجه اصف دا څرګندونې په کلکه رد کړې.
دفاع وزارت: پاکستاني چارواکي د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه ثابت نظر نهلري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل:
”زه کاملاً دا خبره ردوم، د پاکستان چارواکي هره ورځ مختلفې څرګندونې کوي چې یوهیې هم له واقعیت سره برابره نهوي. په افغانستان کې داعش ډله ډبول شوې او کمزورې شوې ده. دلته د داعش څلور مشران وژل شوي دي."
د جنرال وزیري په وینا د دې ډلې څو ګروپونه د ننګرهار د شینوارو په غرنیو کلیو کې موجود دي او یو څه حرکتیې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې موجود دی، خو نور نه په افغانستان کې مرکزونه لري او نه څوک اجازه ورکوي.