د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

برېتانیا د یوه ناڅاپي خو شدید ناروغ په اړه پلټنې کوي


د برېتانيې د ترورېزم ضد اداره په ناڅاپې او شدیده توګه د هغه کس د ناروغه کېدو په اړه تحقیقات کوي چې ویل کېږي، د روسيې پخوانی جاسوس دی.

د ترورېزم ضد ادارې لوړرتبه مسؤل مارک رولوي نن سې شنبه وویل، ۶۰ کلن سرګي سکریپل او له هغه سره ملګرې یوه ۳۰ کلنه ښځه دوه ورځې وړاندې د برېتانيې په لوېدیځ کې په یوه پلورنځای کې په بې هوشه حالت کې وموندل شول او دا مهال په روغتون کې بستر دي.

مارک رولوي وویل، سرګي سکریپل ژوندی دی، خو له خطر سره مخ دی.

نوموړي وویل، دوی له عیني شاهدانو سره خبرې کوي، د پېښې له ځایه شواهد غونډوي او پوره هڅه کوي چې معلومه کړي، دا دواړه کسان ولې بې هوشه او نازک روغتیايي وضعیت ته رسېدلي دي.

سرګي سکریپل چې د روسيې پخوانی استخباراتي مامور دی او په ۲۰۰۶ میلادي کال کې برېتانيې ته د روسيې د محرمو دولتي معلوماتو د ورکولو په تور محاکمه شو، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د جاسوسانو د تبادلې په نتیجه کې له زندانه خوشې او په برېتانیه کې مېشت شو.

په داسې وخت کې چې دا پېښه په برېتانیه کې په مرموزه او ناڅاپي توګه د روسي وګړو د ناروغۍ او مړینې د لړۍ نوې کړۍ بلل کېږې، د برېتانيې پولیسو له رسنیو غوښتې چې دا پېښه کومه ناوړه لوبه ونه بولي.

که څه هم لا نه ده معلومه چې د روسيې دا پخوانی جاسوس د څه په نتیجه کې شدید ناروغ شوی، خو محلي رسنیو د بېړنیو خدماتو د ادارې په حواله ویلي دي چې کېدای شي، یو ډول مصنوعي تاریاک د سرګي سکریپل د ناروغۍ سبب شوي وي.

بي بي سي د عیني شاهدانو په حواله ویلي چې سکریپل او ورسره ملګرې یو ډول قوي مواد استعمالول.

د مسکو یوې پوځي محکمې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې سرګي سکریپل د برېتانيې استخباراتي ادارې یا «ایم. ای سیکس» ته د سل زرو ډالرو په بدل کې، د هغو روسي پټو اجنټانو د هویت په اړه د معلوماتو د ورکولو په قضیه کې مجرم وپېژاند چې په اروپا کې فعالیت کوي.

بل لور ته روسيې ویلي، مسکو چمتو دی چې په برېتانیه کې په ناڅاپي توګه د پخواني روسي جاسوس د ناروغه کېدو په اړه تحقیقاتو کې همکاري وکړي.

د ولسمشر ولاديمیر پوتین ویاند دیمتري پېسکوف نن سې شنبه وویل، روسیه په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو ده، خو د هغه په خبره، برېتانيې تر اوسه له مسکوه داسې کومه غوښتنه نه ده کړې.

په برېتانیا کې د نشه یي موادو له امله، د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپل د ناروغۍ دا پېښه په ۲۰۰۶کال کې په ناڅاپي ډول په لندن کې د روسيې د فدرالي امنیتي ادارې د افسر الکساندر لیتویننکو ناروغه او بیا د مړینې یاد تازه کوي .

برېتانوي پلټونکو هغه مهال د روسيې د پارلمان یو غړی اندري لوګوی لیتویننکو ته د زهرو په ورکولو تورن کړی و.

XS
SM
MD
LG