د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

جلیلي: پاکستان کې نږدې ۸نیم لکه غیر راجسټر افغان کډوال ثبت او راجسټر شوي


په پاکستان کې د مېشتو غیر راجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو پروسه د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې او چارواکي وايي چې په دغه پروسه کې یې په ټول پاکستان کې لکونه کډوال راجسټر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مېشتو غیر راجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو پروسه د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په اګسټ میاشت کې پیل او د روان ۲۰۱۸ میلادي کال د فبرورۍ تر پایه‌یې دوام وکړ.

د افغان کډوالو د راجسټرولو دا بهیر د پاکستان د خېبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب او سند ایالتونو کې په جوړو شویو بېلابېلو مرکزونو او همدا شان د پاکستان په مرکزي سیمو کې د پاکستان د سرحدي او قبایلو چارو د وزارت "سفران"،"نادرا" ادارې او افغان حکومت د یو شمېر اړوندو ادارو تر څارنې لاندې بشپړ شوی دی.

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي وايي چې دغه پروسه د افغانستان او پاکستان د دولتونو په توافق سره ترسره شوه چې مشري یې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت کوله.

ښاغلي جلیلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دغې پروسې په اوږدو کې په ټول پاکستان کې شااوخوا ۸ نیم لکه غیر راجسټر افغان کډوال راجسټر او ثبت شوي دي.

ښاغلی جلیلي په دې اړه زیاتوي:

"په مجموعي ډول سره د فبرورۍ تر ۲۸مې موږ په ټولو صوبو کې تقریباً ۸ نیم لکه مهاجرین ثبت او راجسټر کړل. په دغه پروسه کې د پاکستان حکومت شامل و چې هغوی خپل فنډنګ کړی و چې په هغې کې د پاکستان وزارت سفران او نادرا اداره موږ سره وه او د افغانستان حکومت و چې د کډوالو چارو وزارت چې د هغې نمایندګي دلته موجوده ده او په اسلام‌اباد کې د افغانستان لوی سفارت‌یې مشري کوله."

خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي
خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي

د عبدالحمید جلیلي په خبره د غیر راجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو د پروسې تر بشپړېدو وروسته اوس کډوالو ته د کارټونو د وېشلو لړۍ پیل شوې چې د روانې مارچ میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

د پاکستان او افغانستان حکومتونو تر هغې وروسته په پاکستان کې د مېشتو ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو پرېکړه وکړه چې په دغه هېواد کې مېشت ناراجسټر کډوال د پاکستاني پولیسو او نورو امنیتي ادارو له ګواښونو او ځورونو سره مخ وو.

د یادونې وړ ده چې که څه هم پاکستان کې تر دې مخکې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې هم د افغان کډوالو د راجسټرولو بهیر ترسره شوی و، خو په دغه بهیر کې پر افغانستان او پاکستان سربېره د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري «UNHCR» هم شامله وه.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې پر تازه راجسټر شویو کډوالو سربېره شااوخوا یو میلیون او ۳۰۰ زره نور افغانان هم د مهاجرت د قانوني اسنادو لرونکو کډوالو په توګه اوسېږي.

XS
SM
MD
LG