د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

د کډوالو وزارت: له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدلو لړۍ پیل شوې


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ پیل شوه.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د دورې په ختمېدو سره، د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له هغه هېواده د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ د مارچ د میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوې ده.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تراوسه محدود شمېر کورنۍ هېواد ته ستنې شوي، خو په خبره یې چې د وخت په تېرېدو سره به دا لړۍ تېزه شي.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

نوموړي زیاته کړه:

"هغو افغان کډوالو چې په پاکستان کې د ګډوالۍ کارت درلوده او د ملګرو ملتونو سازمان تر پوښښ لاندې وي، د هغوی د راستنېدو لړۍ د ژمي په درېیو میاشتو کې درول شوې وه، اوس دا لړۍ بېرته پیل شوې ده، یو محدود شمېر کسان راستانه شوي، دا پروسه نوې پیل شوې او وروسته به دا شمېره لوړه شي."

ښاغلي میاخېل وویل، دغه وزارت د ملي او نړیوالو همکارانو په مرسته، په یو هر اړخیز پلان کار کوي چې په وینا یې، په کلني ډول د ۷۰۰ زرو افغان کډوالو د راستنېدنې ته جوړېږي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له ایران او پاکستانه له ۱۱ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت تردې وړاندې پرېکړه کړې وه چې افغان کډوال باید د مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې خپل هېواد ته ستانه شي.

اوس مهال نېږدې دوه میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي چې له دې ډلې یو اعشاریه څلور میلیونه یې له پخوا او پاتي نور د کورنیو جګړو په ترڅ کې ثبت شوي دي.

تردې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، افغانستان به هغه مهال بشپړ شي چې افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شي.

مخکې تر دې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلی چې نېږدې شپږ میلیونه افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي.

افغان کډوال
افغان کډوال

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړي نادر بلوڅ ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت په یوازېتوب د دې توان نه لري چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند ښه زمینه برابره کړي.

دی وایي:

"د افغانستان حکومت په یوازیتوب د دې توان نه لري چې له درېیو میلیونو د ډېرو کډوالو د ژوند ښه امکانات برابر کړي، حکومت به په دې بریالي نشي چې هغه اسانتیاوې راستنېدونکو کډوالو ته برابر کړي، کومې چې ایجابوي. "

ښاغلي بلوڅ وویل، که چېرې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ټولنو له خوا په دې برخه کې له حکومت سره مرسته وشي، افغان حکومت به وتوانېږي چې تر یوه حده راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ژوند امکانات برابر کړي.

ویل کېږي چې د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې دوه میلیونه او ۵۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې د کډوالو چارو وزارت په وینا، یوازې د ۱۳۹۶ لمریز کال له پیله تراوسه، له څلور سوه ۵۰ زرو ډېر کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ملګرو ملتونو سازمان له عالي کمیشنرۍ سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه شو.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG