د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د مارچ له لومړۍ نېټې به له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر پیل شي


د مارچ له لومړۍ نېټې به له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ورستنولو بهیر پیل شي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ټینګار کوي چې افغانان باید په خپله خوښه او تدریجي توګه هېواد ته راستانه کړای شي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي چارو سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون شپه ازادي راډیو ته وویل:

"سږ کال د درې میاشتو لپاره د افغانانو د راستنېدو پروسه بنده وه. اوس بیا په خپله خوښه د افغانانو د بېرته راستنولو پروسه، څو ورځې وروسته پيلېږي. موږ دوی ته هرکلی وایو. د کډوالو راستنول د افغان حکومت لومړیتوب دی، خو د دوی راتګ باید په خپله خوښه، تدریجي او په عزت سره وي."

میاخېل: له پاکستانه د کډوالو د ورستنولو بهیر باید داوطلبانه وي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل

پاکستاني رسنیو پرون یکشنبه په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیان خپور کړی او په بیان کې دا ټینګار شوی، که افغان کډوالو د ستنېدو لپاره نوم‎لیکنه ونه‎کړه له مرستو به بې‌برخې شي.

د پاکستان لوړپوړي چارواکي بیا د کډوالو مسئلې ته لا په جدي سترګه ګوري.

صدراعظم شاهد خاقان عباسي تېره اوونۍ له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو په ورستنولو کې د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه وبلله او د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم د مونیخ امنیتي کنفرانس کې ادعا وکړه چې حقاني شبکه او پاکستاني طالبان د افغان کډوالو له کمپونو د خپلو هدفونو لپاره ګټه اخلي.

افغانان باید په خپله خوښه او تدریجي توګه هېواد ته راستانه کړای شي.

خاقان عباسي: نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو په ستنېدو کې خپل مسؤلیت پوره کړي

  • د پاکستان همدې دریځ ته په کتو د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې که په تدریجي او منظمه توګه افغانان ستانه نه‌شي، څومره اندېښنه شته چې مخالفین د افغان کډوالو په لیکو کې ځای شي؟
پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

د کډوالو چارو وزارت وايي، پاکستان باید د کډوالو راستنول سیاسي نه‎کړي:

"زموږ کوم هېوادوال چې پاکستان ته‌یې کډه کړې او هلته څلور لسیزې اوسېدل، دوی خپله د ترهګرۍ قرباني دي. د کډوالۍ مسئله یوه بشري او انساني مسئله ده. زموږ تمه له کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه دا ده چې د کډوالۍ له مسئلې سره دې سیاسي برخورد نه‎کوي."

په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې دوه میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

په پاکستان کې لا هم ۱،۴ میلیونه راجسټر شوي افغانان ژوند کوي چې د افغان چارواکو په خبره باید پاکستان د سیاسي اړیکو د ښکته-پورته‌والي په خاطر له دې کډوالو د فشار په توګه کار وانه‎خلي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG