د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

احمدزی: چې ولسمشر تذکره وانه‌خلي د بایومټریک پروسه به له ارګه بهر پیل نه‌شي


سره له دې چې د برښنايي تذکرې لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني له بایومټریک کېدو دوه اوونۍ تېرېږي، د نفوسو د احوالو د ثبت اداره وايي، تر اوسه د ښاغلي غني تذکره نه‎ده چاپ شوې.

د دې ادارې ویاند روح‎الله احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، کله چې ولسمشر د تذکرې اخیستلو لپاره چمتو شو، تذکره به‌یې چاپ او ورکړل شي.

د ښاغلي احمدزي په خبره د ولسمشر تر تذکرې اخیستلو پورې به دوی د برښنايي تذکرو د بایومټریک پروسه له ارګه بهر پیل نه‌کړي.

د برښنايي تذکرو د وېش پروسه څنګه پر مخ تللې؟

دی وايي، دا مهال دا پروسه په ارګ کې هم درېدلې ده:

"موږ د ولسمشر یا جمهوري ریاست هدایت ته منتظر یو، هر کله چې دوی موږ ته هدایت وکړي، موږ د بایومټریک پروسه له سره پیلوو، دا ځکه چې دوی تر اوسه د ټاپي په پروژه کې بوخت وو، خو ان‌شاالله نن یا سبا به دا پروسه بیا پیل شي."

د ولسمشر ویاندویان په دې اړه چې نوموړی به کله تذکره واخلي او یا دا چې د تذکرو د بایومټریک پروسه به بیا کله پیلېږي په رسمي ډول څه نه‌وايي.

خو په ارګ کې یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د بوختیاوو او هرات ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر له امله دا پروسه درول شوې، خو ډېر ژر به بېرته پیل شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک

د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي ادارې د دلوې د میاشتې په ۲۷مه نېټه د برښنايي تذکرو لپاره د بایومټریک پروسه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پیل کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني، بي بي ګل غني او د ولسمشر دوهم مرستیال هغه لومړني کسان وو چې د برښنايي تذکرو لپاره‌یې خپل معلومات ثبت او بایومټریک کړل.

د دې پروسې له پیلېدو سره ځينو کسانو په برښنايي تذکرو کې د افغان کلمې له لیکلو سره مخالفت وښود او ویلي یې وو چې دغه تذکرې به وانه‎خلي.

اجرائیه ریاست له دې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي، د برښنايي تذکرو وېش د یوې سترې ملي قضيې په توګه لاخبرو ته اړتیا لري چې په اړه‌يې یوه ملي اجماع او ټوله‌ییزه موافقه تر لاسه شي.

د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، تر اوسه نږدې ۶۰۰ کسان چې دولتي چارواکي، د ملي شورا غړي او مدني فعالان په‎کې شامل دي، د برښنايي تذکرو د اخیستلو لپاره بایومټریک شوي دي.

له دې سره په ارګ کې د بایومټریک پروسې د درېدلو چارې د مشرانو جرګې د ځينو غړو تُند غبرګون راپارولی دی.

د دغې جرګې دوهم منشي فیصل سمیع د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا پروسه نمایشي وبلله او ویې‌ویل، دا د دې ښکارندويي کوي چې د برښنايي تذکرو د وېش لپاره جدي اراده نه‎ده موجوده.

نوموړی زیاتوي:

"تر هغې ځایه پورې چې زه معلومات لرم، د نفوسو د احوالو د ثبت اداره له تخنیکي اړخه هېڅ ستونزه نه‎لري او د دوی ماشینونه کولای شي هره ورځ ۴۰ زره تذکرې چاپ کړي، خو موږ تر اوسه عملي اقدامات نه‌وینو او دا پروسه یوازې نمایشي بڼه لري."

د ښاغلي سمیع په خبره که د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د برښنايي تذکرو د وېش لپاره جدي اراده لري، باید له ارګه بهر هم د بایومټریک مرکزونه فعال کړي.

دی وايي، د دغو مرکزونو له فعالېدو سره به دا پروسه سراسري او په زرګونه کسان به د برښنايي تذکرو د اخیستلو لپاره مراجعه وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG