د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د افغانستان د اټکلي نفوس درېيمه برخه د تابعیت تذکرې نه‌لري


د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت لوی ریاست د راتلونکي کال د حمل له میاشتې هغو افغانانو ته د تذکرو د وېش لړۍ تېزوي چې تر دې دمه‌یې تذکرې نه‎دي اخیستي.

دا اداره وايي، د دې کار لپاره‌یې د افغانستان جمهوري ریاست او وزیرانو شورا ته د یوه ټوله‌ییز کمپاین طرح سپارلې چې له مخې به‌یې هغه خلک چې کاغذي تذکرې نه‎لري تذکرې ورکړل شي او تر څنګ به‌یې د برېښنايي تذکرو فورمې هم ووېشل شي.

د نفوسو د احوالو د ثبت د ریاست ویاند روح‎الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د تذکرو لرونکو کسانو شمېر ونه‎ښود، خو ویې‌ویل چې د دوی د اټکل له مخې ۱۰ میلیونه وګړي بې‌تذکرې دي.

راتلونکي کال کې تذکره نه‌لرونکو افغانانو ته د تذکرو د وېش لړۍ تېزېږي.

دی وايي:

"هغه اټکل چې موږ کړی دا وخت تقریباً د افغانستان ۱۰ میلیونه وګړي تذکرې نه‎لري، دوی ته د تذکرو د وېش لپاره موږ وغوښتل چې یو کمپاین پیل او تر څنګ‌یې تذکرې ووېشو، موږ نه‌یوازې دا چې دغو ۱۰ میلیونو وګړو ته کاغذي تذکرې وېشو، بلکې تر څنګ‌یې د ۱۰ میلیونو وګړو لپاره د برېښنايي تذکرو فورمې هم ډکېږي."

د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست باید په هرو ۱۰ کلونو کې د تذکرو د وېش ټوله‌ییز کمپاین ترسره کړي، خو دې ادارې د ۱۳۵۳ لمریز کال راهیسې دا کار نه‎دی کړی.

له دې وړاندې په ډېرو احصائیو کې د افغانستان د نفوسو اندازه شااوخوا ۳۰ میلیونه وګړي ښودل کېږي.

روح‎الله احمدزي د تذکره درلودونکو کسانو شمېر ونه‎ښود
روح‎الله احمدزي د تذکره درلودونکو کسانو شمېر ونه‎ښود

افغان چارواکي وايي، د تذکرو د وېش لپاره لومړی په لیرې پرتو سیمو کې کمپاین کوي او بیا د حمل له میاشتې نه د سرطان تر وروستۍ نېټې پورې، ګرځنده ټیمونه په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته تذکرې ورکوي.

په هرو ۱۰ کلونو کې د تذکرو د وېش ټوله‌ییز کمپاین ترسره شي.

د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست وايي، په دې سره په یو وخت دوه کاره تر سره کېدلی شي.

هم خلک د تابعیت له تذکرو برخه‌مند کېږي او هم د برېښنايي تذکرو لپاره چې وېش‌یې وخت نیسي فورمې وېشل کېږي.

خو له دې ټولو سره پوښتنه دا ده چې په یاد شمېر سره وګړو ولې تر اوسه له تذکرو اخیستو سره لېوالتیا نه‎ده ښودلې او د تابعیت تذکرې یې نه‎دي اخیستي؟

د اروا پوهنې استاد اسدالله کلیوال وايي، دلته ډېرې داسې ستونزې دي چې له مخې یې د لیرې پرتو سیمو خلک د تذکرو اخیستلو ته چندانې اهمیت نه‌ورکوي.

ده ازادي راډيو ته وویل، دوی تر ډېره له داسې ستونزو ځورېږي چې له دولت سره ځان راجسټر کولو ته هم لېوالتیا نه‎لري.

ښاغلي کلیوال زیاته کړه:

"ستونزې ډېرې دي، له خلکو سره ذهنیت نه‌شته او د سواد کچه ټیټه ده، په افغاني ټولنه کې د ټیټې کچې خلکو هېڅ اړتیاوې نه‎دي پوره شوي، خو تذکره اخیستل په یوه ډله کې د شاملېدو په معنی ده، یعنې د افغانستان یو غړی شو."

نوموړی وايي، د تذکرو د نه‌وېش پړه تر ډېره په دولت ده او باید د خپل حاکمیت په پراخولو سره دا ستونزه هواره کړي.

ښاغلی کلیوال ټینګار کوي چې حکومت ته ښايي لکه د نورو هېوادونو په څېر له پیدایښت سره سم خپل وګړي راجسټر او ورته د تابعیت تذکرې ووېشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG