د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

ملي ارمان: ایا ټاپي به په افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل په اړه یو شمېر لیکنې او سر لیکنې چاپ کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ټاپي ستره پروژه ده چې ۲۳کاله پخوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې لومړني ګامونه اخیستل شوي وو او بلاخره پرون رسماً پیل شوه.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، که دغه پروژه بشپړه شي نو جنوبي اسیا به له منځني ختیځ سره په رېښتینې مانا ونښلول شي او افغانستان به یې د وصل پل وي.

خو ورځپاڼه د دغې پروژې په وړاندې د یو شمېر ستونزو په ځانګړي ډول امنیت په اړه اندېښمنه ده لیکي، سره له دې چې طالبانو د ټاپي پروژې د ساتنې ټټر وهلی دی او ادعا کوي چې دوی به یې ساتنه کوي خو لا هم په دې اړه په زغرده څه نه شي ویل کېدای.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، هندوستان د دې پروژې تود هرکلی کړی دی او پاکستان ته یې هم ګټه له ناوړه سیاسته زرګونه ځله لوړه ده.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي، دا پروژه د سیمې حساسیتونه پر همکارۍ او د ثبات لپاره پر ګډ کار بدلوي، دا په تاریخ کې لویه پېښه ده چې پر مټ یې د سیمې جغرافیه بدلون مو مي.

د سرمقالې لیکوال په دې نظر دی چې دا پروژه به د سیمې د هېوادونو ناوړه سیاستونه د دوستۍ او همکارۍ په سیاست بدل کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د دغې پروژې د خیر ښېګڼې په اړه لیکلي دي.

خو ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې دغه پروژه په داسې حال کې عملي کېږي چې د افغانستان او هند اړیکې له پاکستان سره تر ورستي بریده خړې پړې شوي او افغان حکومت پاکستان د ترهګرو ملاتړی ګڼي او دا شپې ورځې هڅه کوي چې هغه هېواد د ترهګرو د ملاتړ کوونکو په لېست کې شامل شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د دغې پروژې په اړه دا پوښتنې هم مطرح کړې دي.

ایا ټاپي به په افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي؟

ایا ټاپي به د هند او پاکستان تر منځ ستونزې او د افغانستان په جنګ کې به د پاکستان مداخلې راکمې او د دغه هیواد له سولې سره به مرسته وکړي؟

XS
SM
MD
LG