د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

ارګ: د ټاپي پرانیسته د ملي یووالي حکومت د بریالي سیمه‌ییز سیاست نښه ده


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ټاپي د پروژې پرانیسته، د ملي یووالي حکومت د بریالیتوب نښه ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ملي یووالي حکومت هڅه کړې چې د اقتصادي همکاریو په محور کې، د سیمې د هېوادونو ګټې او د سیمې په جغرافیه کې د اوسېدونکو سوکالي سره یوځای کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۳» په کابل کې په یوې خبري ناسته کې د ټاپي پروژې د پرانیستلو په اړه وویل چې د ملي یووالي حکومت په سیمه‌ییز سیاست کې په بریالیتوب سره عمل کړی دی.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"په پام کې ده چې د ټاپي پروژه سبا په رسمي توګه پرانیستل شي او دا په سیمه کې د ملي یووالي د حکومت د بریالیتوب نښه ده، خو په سیمه کې د ولسمشر او د ملي یووالي د حکومت کړنې سبب شوي چې د دغې پروژې په اړه یو ډاډ او یوه اجماع رامنځته شي."

ښاغلي مرتضوي وویل، د ګازو په دغې پروژه کې د ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټه برښنا پروژه، په هرات، فراه او کندهار ولایتونو کې درې سب سټېشنونه، د نوري فایبر شبکه او د اوسپنې پټلۍ پروژې شاملې دي.

ښاغلي مرتضوي وویل، په همدې هدف د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، نن ماښام هرات ولایت ته لاړ او د جمعې په ورځ به د ترکمنستان د ولسمشر، د پاکستان د صدراعظم او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت د وزیر په موجودیت کې، دغه پروژه پرانیزي.

ده وویل، ولسمشر به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې تر ورځې، په هرات ولایت کې وي او په دغې موده کې به له مدني بنسټونو، خصوصي سکټور، عالمانو او له هغو ولایتي مسؤلینو سره چې د ټاپي پروژه‌یې له ولایتونو تېرېږي، وویني او نظریات به‌یې واوري.

که څه هم د دغې پروژې پلي کېدو او ساتنې د ځینو خلکو او کارپوهانو اندېښنې راپارولي، خو د افغانستان ولسمشر وايي، خلک د دغې پروژې پر اهمیت پوهېدلي او په ساتنه او پلي کولو کې به‌یې له امنیتې ځواکونو سره یوځای ودرېږي.

د ټاپي د پروژې عملي کارونه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د چارواکو له‌خوا، په ترکمنستان کې پیل شول چې اوس دغه پروژه افغانستان ته راورسېده.

د چارو پوهان، د ټاپي د اقتصادي پروژې د پلي کولو لپاره د افغان حکومت هڅې ستايي او هرکلی یې کوي.

عبدالله واحدیار
عبدالله واحدیار

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار ازادي راډیو ته وویل:

"یوازې د ټاپي پروژه نه، بلکې د چابهار، د ورېښمو لار او د اوسپنې د پټلۍ مهمې پروژې، د افغانستان د بهرني سیاست نتیجې دي."

ښاغلی واحدیار وايي، که څه هم ځینو هېوادونو هڅې وکړې چې په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي، خو افغانستان د دغو اقتصادي پروژو د پلي کېدو لپاره، بریالۍ هڅې وکړې.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، جنګ د دغو پروژو د پرمختګ او ګټو مخه نه‌شي نیولی او حکومت ژمن دی چې پلي یې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG