د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د ټاپي په نوم د طبیعي ګازو د پروژې په اړه د نوې ډېلي لېوالتیا


  • ګارډین

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د سمنګان د لیرې کړای شوي والي له‎خوا د ولسمشر د فرمان د نه‌منلو په اړه مقاله لیکلې ده.

په دې وروستیو کې د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پنځو والیانو د تبدیلۍ او مقررۍ په اړه اعلان وکړ.

د سیمه‎ییزو ارګانونو د پرېکړې پر اساس عبداللطیف ابراهیمي د سمنګان ولایت نوی والي ټاکل شوی دی.

خو د سمنګان لیرې کړای شوي والي عبدالکریم خدام ویلي، له خپلې دندې نه‌لیرې کېږي.

د بلخ تر لیرې کړای شوي والي عطا محمد نور وروسته خدام دوهم والي دی چې د افغانستان په شمال کې د ولسمشر له پرېکړې سرغړونه کوي او د جمعیت ګوند د رهبرۍ پرېکړې ته په تمه دی.

ګارډین ویلي، د طالبانو فعالیتونو او په کابل کې وروستیو پرله‎پسې حملو ته په کتو ورته سرغړونو تر انتخاباتو مخکې ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

  • دَ سټیټسمن

دَ سټیټسمن هندۍ ورځپاڼې د ټاپي په نوم د طبیعي ګازو د پروژې په اړه د نوې ډېلي د لېوالتیا په اړه سرمقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي چې له سیال پاکستان سره د هند د مخالفت په صورت کې هم انرژۍ ته د اړتیا په خاطر هند د دې پروژې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

ورځپاڼې ویلي چې تمه ده د هند د خلکو استازی به د جمعې په ورځ په هرات کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پرانیستې په مراسمو کې برخه واخلي.

ننګرهار کې تنکي ځوانان د لوڅو فلمونو په لیدو روږدي شوي.

له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د طبیعي ګازو پروژه ټاپي د څه باندې ۱۷۰۰ کېلو متره پایپ‎لاین په غځولو او نورو کارونو ۱۰ میلیارده ډالره لګښت لري.

  • اې. ډبلیو. پي. ار​

په ننګرهار کې تنکي ځوانان د لوڅو فلمونو په لیدو روږدي شوي دي، د سولې او جنګ د مطالعاتو انسټټیوت د افغانستان په ختیځ، ننګرهار کې د همدې موضوع په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

«اې. ډبلیو. پي. ار» د سولې او جنګ انسټټیوټ په ننګرهار کې د لوڅو فلمونو د پلورونکو دکاندارانو سره مرکې کړې دي او هغوی ویلي چې په یوې وېډیو تر یو ډالر زیاتې پیسې اخلي.

یوه دکاندار چې نوم‌یې نه‎دی اخیستی «اې. ډبلیو. پي. ار» ته ویلي چې د ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې ځوانان د ده دوکان ته ورځي او د لوڅو فلمونو غوښتنه کوي.

دغه دکاندار ویلي، تکراري وېډیوګانې په یوه ډالر پلوري او نوې وېډیوګانې تر هغې هم په لوړه بیه خرڅېږي.

«اې. ډبلیو. پي. ار» له یوه ۱۶ کلن او یوه بل ۱۷ کلن هلک سره خبرې کړي هغه ځوانان چې وايي، دایماً لوڅ فلمونه ګوري او که دا فلمونه ونه‌ګوري خوب نه‌ورځي.

د ننګرهار چارواکي وايي، د لوڅو فلمونو له خرڅوونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د ننګرهار د اوقافو ریاست مرستیال محمد یونس مدني د سولې او جنګ د مطالعاتو انسټټیوټ ته ویلي، که څوک د لوڅو فلمونو په خرڅولو ولیدل شو لومړی به اخطاریه ورکړل شي او د تکرار په صورت کې به ونیول شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم ویلي، ډېر خواشینی دی چې ځوانان په دې کار اخته شوي دي او هیله ده د کارنده ستراتېژیو په کارولو سره د دې فلمونو د خرڅلاو مخه ونیول شي.

چمتو کوونکی: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG