د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

کابل ته د ۱۲ هېوادونو راغلو لوړپوړو پوځي چارواکو کومې ژمنې وکړې؟


افغان او امریکايي چارواکي وايي، د سیمې د ۱۲ هېوادونو لویو درستیزانو او نورو پوځي مشرانو په یوه غونډه کې د افغانستان او سیمې د امنیت او د ترهګرۍ او نشه یي موادو پر ضد د شریکې مبارزې ژمنه وکړه.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند تام ګریسبک ازادي راډیو ته وویل، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان او امریکا پر پوځي مشرانو سربېره د جنوبي او مرکزي اسیا د هېوادونو لوی درستیزانو او لوړ پوړو پوځي مشرانو برخه درلوده.

ناټو وايي، دا غونډه د سیمې د هېوادونو پوځي مشرانو ته یو فرصت و چې په کې د افغانستان په شمول د سیمې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره په خپلو کې د همکارۍ لارې چارې پراخې کړي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند ټام ګریسبک ازادي رادیو ته وویل:

"د مرکزي او جنوبي اسیا د هېوادونو او د امریکا لوړ پوړي پوځي مشران دلته په کابل کې د فبرورۍ د میاشتې په ۱۲مه او ۱۳مه د دې لپاره په یوه کنفرانس کې راټول شوي وو چې پر هغو امنیتي مسئلو چې سیمه یې اغېزمنه کړې، خبرې وکړي، د دې کنفرانس ګډون کوونکو پوځي چارواکو ته د دې زمینه برابره کړه چې د سیمه يیز امنیت او ثبات د ساتنې او ودې لپاره او همدارنګه په افغانستان کې د امنيت او دومدارې سولې لپاره شته فرصتونه درک کړي."

د ټام ګریسبک په وینا، غونډه کې راټولو شویو لویو درستیزانو په سیمه کې د ترهګرۍ او نشه يي موادو پر ضد مبارزه کې خپلې ژمنې تکرار کړې او په هغو لارو چارو یې خبرې وکړي چې له مخې یې د نشه يي موادو د قاچاق او نورو هغو امنیتي اندېښنو مخه ونیول شي چې له یوه هېواده بل ته اوړي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم وايي چې په دې غونډه کې پر نورو هېوادونو سربېره، پاکستان هم یو وار بیا ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد به په سیمه ییزه مباررزه کې رغنده ونډه اخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، غونډه کې د ترهګرۍ او نشه يي موادو پر ضد ګډه مبارزه د بحث اصلي موضوع وه.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"ترهګري او نشه يي مواد د سیمې لویې ستونزې دي، پر دې بحث وشو، او پرېکړه وشوه چې باید هېوادونه ددې دواړو پدیدو پر ضد مبارزه کې له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونه کړي، په غونډه کې پاکستان هم برخه درلوده او پاکستان هم دا ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ او نشه يي موادو پر ضد مبارزه کې به همکاري کوي."

ښاغلي رادمنش وویل، په کنفرانس کې ټینګار وشو چې د ترهګرو د تمویل د لارو او هغو سرچینو پر ضد چې تر هګر ترې تمویلېږي، لکه د نشه يي موادو کاروبار، باید هر هېواد جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي رادمنش په ځانګړې توګه د پاکستان یادونه وکړه چې په دې برخه کې ډېر څه کولای شي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې د دې هېواد د پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه له خولې چې د کابل کنفرانس کې یې ګډون کړی، وايي چې پاکستان له خپلې خاورې د ترهګرو ټولې ځالې پاکې کړي او په وینا یې، په دې هېواد کې پاتې ترهګر دغلته د مېشتو افغان کډوالو له حضور او پر پوله د موثرې امنیتي همکارۍ له نشتوالي استفاده کوي چې دوی دا ډلې هم پاکستان کې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تعقیبوي.

د پاکستان لوی درستیز یو وار بیا ټینګار کړی چې د نورو هېوادونو خلاف به یې خاوره نه کارېږي او په دې برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال رادمنش وايي، دا مهال په دې اړه څه نه شي ویلای چې پاکستان او نور هېوادونه په دې کنفرانس کړې ژمني څومره عملي کوي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان پر لویو درستیزانو سربېره د تاجکستان ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او د قرغزستان لویو درستیزانو، په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د مېشتو ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال جان نیکلسن او د یو شمېر نورو هېوادونو نظامي مشرانو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG