د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د بهرنیو چارو وزارت: له پاکستان سره په مهمو مسئلو کې پرمختګ نه دی شوی


د افغانستان او پاکستان لوړ رتبه پلاوي پر هغو مسئلو چې افغان لوري ته لومړیتوب لري، موافقې ته نه دي رسېدلي.

دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې پرون شنبه ماښام خپره شوه، راغلې ده.

په بیان کې ویل شوي چې دواړو خواوو د همکاریو د پراختیا لپاره د یوهمیکانیزم پرجوړولو په خبرو کې پرمختګ کړی، خو د ترورېزم پر ضد په مبارزه، د تشدد کمول او د سولې لپاره په جوړجاړي کې موافقې ته نه دي رسېدلي.​

په خبر پاڼه کې ډېر جزیات نه دي څرګند شوي.

د افغانستان او پاکستان "د سولې او یووالي د عمل پلان" پر اساس، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ پلاوی د جمعې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد.

په اسلام اباد کې د دوه ورځنیو خبرو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر ټوېټر لیکلي چې پرځینو مواردو موافقې شوې، خو پر یو شمېر نورو مسئلو لا هم کار ته اړتیا ده.

محمد فیصل پرټوېتر لیکلي چې دواړو خواوو "ښه" بحثونه وکړل، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د افغانستان او پاکستان "د سولې او یووالي د عمل پلان" پر اساس، د فبرورۍ په ۳ مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینې جنجوعه په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی و.

په کابل کې د سیاسي چارو شننونکي د کابل او اسلام اباد د داسې کتنو او خبرو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې استاد محمد علي امیري له ازادي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې تاریخي اړخ ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"د خاورې پرسر له ادعاوو، سرحدي ستونزو، د ترورېزم پرضد مبارزې ترسمه یېزو همکاریو او د افغانستان په اړه د پاکستان تر ستراتیژيک سیاست پورې، ډېرې مسئلې شته چې زړه تاریخي سابقه لري او دواړه خواوې نه دې توانېدلي چې د حل لپاره یې حتی سره نېږدې شي، له دې امله د دواړو هېوادونو په اړیکو کې جدي بن بست رامنځته شوی دی."

په افغانستان کې د ناټو پخواني سلاکار محمد شفیق همدم پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې باور څرګند کړ چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د لانجې حل دډيپلوماټیکو چینلونو تر وس پورته خبره ده.

محمد شفیق همدم
محمد شفیق همدم

ښاغلي همدم وویل:

"د افغانستان ستراتيژیک همکاران چې متحده ایالات او ملګري ملتونه هم په کې شاملېږي، باید له ځنډ پرته رامخکې شي او د منځګړو په څېر عمل وکړي، په ځينو مواردو کې باید پر پاکستان اقتصادي، سیاسي او حتی پوځي بندیزونه ولګوي او پاکستان اړ کړي چې د افغانستان مشروع غوښتنو ته چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه ده، مثبت ځواب ووايي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان، په وروستیو کې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې د امریکا حکومت داسې نښې لا نه دي لیدلي چې څرګنده کړي چې پاکستان د امریکا له غوښتنې سره سم، په خپله خاوره کې د فعالو وسله والو ډلو پر ضد اقدام کړی دی.

اسلام اباد ردوي چې په خپله خاوره کې یې هغو وسله والو ته پناه ورکړې چې پر افغانستان او هلته پر مېشتو ائتلافي ځواکونو او امریکايي مامورینو وسله والې حملې کوي.

خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ په لومړۍ نېټه وویل:

"پاکستان ته یې د تروريستانو منظم ليست سپارلی او د کاغذ پر مخ خبرې نه بلکې، عملي اقدام غواړي."

XS
SM
MD
LG