د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

افغانستان: پاکستان سره د خبرو تازه لړۍ له پخوانیو هغو سره ډېر توپیر لري


Afghanistan -- Pakistan and flags August 26, 2013
Afghanistan -- Pakistan and flags August 26, 2013

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پلاوو د تګ راتګ په درشل کې د بهرنیو چارو وزارت وايي، نور په خالي ژمنو د پاکستان له لوري د وخت د ضایعه کولو مرحله پای ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۹» ازادي راډیو ته وویل چې له پاکستان سره د خبرو تازه پیل شوې لړۍ له پخوانیو هغو سره ډېر توپیر لري.

د ښاغلي مستغني په خبره د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د ژمنې پر ځای عمل او د ملامتۍ منل هغه پرمختګونه دي چې د خبرو په دغه دور کې رامنځته شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

نوموړی وايي:

"افغانستان نور د دې وخت نه‎لري چې د اسنادو په تدوین، تصویب او یا هم دې ته ورته مواردو کې یې ضایع کړي، یوازې هغه څه چې موږ یې تمه لرو هغه عملي اقدامات دي. د افغانستان غوښتنې په واضح توګه پاکستان سره مطرح شوي او اوس د دې موقع رارسېدلې چې پاکستانی لوری پرې عمل وکړي."

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ به افغان پلاوی سبا جمعه د دوو ورځو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

په خالي ژمنو د پاکستان له لوري د وخت د ضایعه کولو مرحله پای ته رسېدلې.

شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې ورته پلاوی له اسلام‎اباده کابل ته راغلی وو.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس او د کورنیو چارو وزیر هم د پاکستان له پوځي او استخباراتي چارواکو سره په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې د موجودیت په اړه د اسنادو د شریکولو په هدف اسلام‎اباد ته تللي وو.

د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي له پاکستانه تر راسنتېدو وروسته رسنیو ته وویل، پاکستان دا ومنله چې خاوره‌یې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.

اسلام اباد ته تللی پلاوی
اسلام اباد ته تللی پلاوی

د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ د پلاوو د تګ راتګ لړۍ له هغې وروسته ګړندۍ شوې چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې خونړۍ حملې وشوې.

افغان حکومت وايي، یادې حملې حقاني شبکې کړي، هغه شبکه چې پاکستان‌یې په ملاتړ تورنېږي.

خو له دې ټولو سره سره د پاکستان حکومت بیا ویلي، افغان حکومت د هغه ناسم درک له کبله چې د ځینو بهرنیو عواملو په نتیجه کې رامنځته شوی، پر پاکستان تور پورې کوي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، پاکستان په کابل کې له خونړیو حملو وروسته تر سخت فشار لاندې دی.

د سیاسي چارو افغان کارپوه خالد سادات وايي، که پر پاکستان د نړیوالې ټولنې او په خاصه توګه د امریکا فشارونه دوام ومومي، نو هرو مرو به دغه هېواد یادو فشارونو ته غاړه کېږدي.

دی وايي:

"پر پاکستان د امریکا فشار که هغه د افغانستان له ادرسه وي او یا هم د نړیوال سیاست له ادرسه، په ټوله کې له هرې زاویې پر پاکستان فشارونه به د دې لامل شي چې دغه هېواد یادو فشارونو ته تسلیم شي."

د ښاغلي سادات په خبره د ترهګرۍ پر وړاندې د رښتینې مبارزې په برخه کې د پاکستان پر ژمنو باور کول له خوش باورۍ ورهاخوا بل څه نه‎شي کېدای، خو اوس داسې برېښي چې نړیوال پر پاکستان د فشار راوړلو په برخه کې جدي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG