د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

ټاکل شوې چې د کابل یو پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي 


ټاکل شوې چې د فبرورۍ په ۹ مه او ۱۰ مه د کابل یو پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.

دا خبره په هغه ګډ بیان کې شوې چې پرون شنبه په کابل کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو د پلاوو تر کتنې وروسته خپره شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیاله تهمینه جنجوعه پرون د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ چې د هغه هېواد د ملکي او پوځي ادارې استازي په کې وو، کابل ته ولاړه او هلته یې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ، له یوه پلاوي سره وکتل.

​په بیان کې راغلي، د سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان غړو منلي چې ځیني مهم موارد شته چې دواړه خواوې باید د موافقې لپاره خبرې ورباندې وکړي، خو نور وضاحت نه دی ورکړ شوی چې کوم موارد د دواړو ترمنځ د اختلاف وړ پاتې دي.

په کابل کې د پرونۍ کتنې په اړه دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدشکېب مستغني خبریالانو ته وویل چې ورغلي پاکستاني پلاوي د هغو پوښتنو په اړه توضیحات ورکړي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د عمومي ریاست مشرپه اسلام اباد کې مطرح کړې وې.

مستغني زیاته کړه:

"هغه عمده موارد چې د افغانستان د اسلامي جمهوري پلاوي په جدیت ټینګار پرې کړی، د هغو پوښتنو او غوښتنو په ځواب کې توضیح وه چې زموږ د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر د فبرورۍ په لومړۍ نېټه له پاکستاني لوري سره مطرح کړې وې، د پاکستاني پلاوي ځواب دا و چې د ورسپارل شوو موادوپه اړه څېړنه پېل شوې، د ځیني مواردو په برخه کې پخوا هم کار شوی چې راته توضیح یې کړل او هغه ګامونه یې هم راته تشرېح کړل چې په راتلونکې کې به یې واخلي، خو زه د کار د موثریت لپاره د هغوی د جزئیاتو څرګندول لازم نه ګڼم."

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر د فبرورۍ په لمړۍ نېټه پاکستان ته ولاړل او ویې ویل چې په کابل کې د وروستیو حملو په اړه سند او دخپلو مشخصو غوښتنو لېست یې اسلام اباد ته وړاندې کړ، خو په کابل کې د پاکستان سفارت د جمعې په ورځ رد کړه چې اسلام اباد د وضاحت ورکولو ژمنهکړې او په یوه اعلامیه کې یې صراحت ورکړ چې دا سمه نه ده چې کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر له هغو معلوماتو سره چې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر اسلام اباد ته سپارلي، ارتباط لري.

د پاکستان د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي وو چې اسلام اباد له کابله د ور رسېدلو معلوماتو د صحت په اړه څېړنې کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکېب مستغني
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکېب مستغني

خو احمد شکېب مستغني پرون وویل:

"هغه وخت تېر دی چې پاکستان له هغو مواردو انکاروکړي چې د افغانستان حکومت ټینګار ورباندې لري او یوازې د افغانستان د دولت د بې اساسه ادعا په توګه یې تکذیب کړی."

د پاکستان د اسوشېټډ پرېس خبري اژانس په حواله، د هغه هېواد د ملي امنیت کمېټې دجمعې په ورځ په کابل کې وروستۍ حملې وغندلې او د افغانستان حکومت يې تورن کړ چې د داسېناسم درک له مخکې چې د هغوی په وینا، د ځانګړو بهرنیو اړخونو له لورې رامنځته شوي، غبرګون څرګندوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمدفیصل په کابل کې د پرونۍ کتنې په اړه پر ټوېټر لیکلي چې افغانستان ته یې وړاندیز کړی چې په کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو په اړه په څېړنه کې به همکاري وکړي او کابل ته یې په دې اړه د وضاحت ورکولو یادونه نه ده کړې.\

محمد فیصل لیکلي چې کابل ته یې وړاندیز شوی چې د تورونو لګولو د لوبې پر ځای به غوره وي چې دواړه لوري په ګډه د وروستیو مرګونو حملو په اړه څېړنه وکړي.

د محمد فیصل په حواله، کابل ته تللي لوړ رتبه پاکستاني پلاوي له افغانستانه غوښتنه کړې چې په خپله خاوره کې د پاکستان ضد ترورېستانو پر وړاندې عمل وکړي.

د پاکستان دبهرنیوچارو وزارت ویاند په یوه بل ټوېټ کې لیکلي چې پلاوي یې د افغانستان پر حکومت ټینګار کړی چې خپل لور ته د ګډ سرحد د ښې ادارې لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ داسې کتنې او سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي کړکېچ له حل سره مرسته کولائ شي؟

په پاکستان کې د سیاسي چارو یوه شنونکي اېمل خټک د دې پوښتنې په ځواب کې بېګا د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل:

"د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه دومره زیاتې ناستې شوي چې زما په باور نورو ته اړتیا نشته، ضرورت د اخلاص دی، د جدي اقداماتو دي، د دوو ګاونډیانو د ښو اړیکو او روغې لپاره د برابرۍ پر اساس د تعلقاتو ټینګولو اړتیا ده، څو چې پاکستان افغانستان ته د یوه ازاد او خپلواک دولت په سترګه ونه ګوري، دا تعلقات نه شي جوړېدلای."

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د استازو او پلاوو د لیدنو دا لړۍ په داسې حال کې جاري شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ پاکستان د طالبانو ځاله وباله او ويې ویل چې خبرې او پروسې د کاغذ پرمخ خبرې دي، د افغانستان ولس د پاکستان د مشخص او واضح عمل غوښتنه لري.

XS
SM
MD
LG