د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

پر پاکستان د امریکا فشارونه به له افغان سولې سره مرسته وکړي؟


د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ پر نوې ستراتېژۍ پرون د لومړي ځل لپاره د امریکا د کانګرس د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې بحث او خبرې وشوې.

د امریکا د بهرنیو چارو چارواکو د دغې ستراتېژۍ دفاع وکړه، خو یو شمېر جمهوري غوښتونکو او ډموکرات سناتورانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه چې دغه نوې ستراتېژي ښایي د خبرو مېز ته د طالبانو په حاضرولو کې بریالۍ نه‌شي.

په دې اړه نوریاس نوري د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز څېړونکي عمران زکریا سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې هغو وروستیو فشارونو ته په پام سره چې د ولسمشر ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې پر طالبانو او پر پاکستان چې ویل کېږي د طالبانو ملاتړ کوي، راوستي، فکر نه‌کوي چې هغه به د سولې لپاره یوه نتیجه ورکړي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG