د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

ملي ارمان: اوس به معلومه شي چې پاکستان د ترهګرو په وړاندې څه کوي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د نورو مطالبو تر څنګ پاکستان او ترهګرۍ پورې د اړوندو موضوعاتو په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، پاکستان د لومړي ځل لپاره طالبان چې یو مهال‌یې د افغانستان د واکمنو په توګه پېژندل د ترهګرو په نوم یاد کړل.

په سرمقاله کې راغلي، د هغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې چارواکو پرون اعلان وکړ چې طالبان او د حقاني شبکه ترهګرې ډلې دي.

ورځپاڼه لیکي:

دا یوه نوې خبره ده او معلومه به شي چې هغه هېواد اوس د دغو ډلو په وړاندې څه کول غواړي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا د امریکا د فشارونو نتیجه ده، ځکه په خبره‌یې امریکا له پاکستان سره خپله دوه میلیارده ډالري مرسته ځنډولې او له ترهګرۍ سره په رښتینې مبارزې پورې یې مشروطه بللې ده.

په ورځپاڼه کې دا هم راغلي چې په دا شان یو وضعیت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته هم په‎کار ده چې خپله ډیپلوماسي لا پسې فعاله کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانانو غوښتنې دا دي چې په پاکستان دې فشارونه نور هم زیات شي، په هغه هېواد کې دې ترهګر وځپل شي او په دې توګه دې په افغانستان کې د بریدونو مخه ونیول شي.

په سرمقاله کې په طالبانو هم غږ شوی چې د پاکستان لپاره له جګړې لاس واخلي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په ځانګړي ډول افغان هوايي ځواکونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي، د دې جګړې ګټل د طالبانو لپاره ستونزمنه خبره ده.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د پاکستان د بریدونو په تړاو د افغانستان د دفاع وزارت غبرګون راخیستی چې په‌کې راغلي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان سرحدي ځواکونه کولای شي د مرکز له هدایت پرته د پاکستاني ځواکونو د بریدونو ځواب ورکړي.

په مطلب کې د نوموړي وزارت د ویاند دولت وزیري په حواله راغلي، د هېواد په هره برخه کې چې له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه وشي او څوک تېری وکړي، نو افغان ځواکونه به‌یې ځواب ورکوي.

په مطلب کې د جنرال وزیري په حواله دا هم راغلي چې پاکستان په بد حالت کې دی، نړیوال فشارونه پرې ډېر شوي او ورځ تر بلې زیات څنډې ته کېږي.

XS
SM
MD
LG