د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

عبدالله: په اعدام د محکوم شویو یو شمېر طالب زندانیانو په اړه به عدالت پلی شي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، په اعدام د محکوم شویو یو شمېر طالب زندانیانو په اړه به عدالت پلی شي.

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» په کابل کې د خبریالانو د دغو پوښتنو په ځواب کې چې ایا په اعدام محکوم شوي طالب زندانیان به مجازات شي او که نه؟ وویل چې د ځینو په اړه به‌یې عدالت پلی شي.

خو دا چې په څومره شمېر کې طالب زندانیان په اعدام محکوم شوي عبدالله عبدالله‌یې په اړه څه ونه‌ویل.

عبدالله: یو شمېر کسان چې په جنایت تورن دي عدالت به ورباندې پلی شي.
عبدالله: یو شمېر کسان چې په جنایت تورن دي عدالت به ورباندې پلی شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د شمېر په اړه‌یې زه خبرې نه‌کوم، ځکه دغه مسئله د افغانستان په عدلي او قضايي سیستم پورې اړه لري، خو زه په دې کې شک نه‌لرم، یو شمېر هغه کسان چې په بشري او انساني ضد جنایتونو محکوم شوي عدالت به ورباندې تطبیق شي."

له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف‌خونو رئیس عبدالحلیم کوهستاني د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ویلي وو چې په هېواد کې شااو خوا ۷۵۰ تنه په اعدام محکوم شوي دي.

خو نوموړي په دې اړه چې څومره هغه‌یې طالب زندانیان دي څه نه‌و ویلي.

تر اوسه هېڅ کوم حکومتي چارواکي په رسمي توګه په دې اړه چې ایا د طالب زندانیانو د اعدام حکمونه ولسمشر توشېح کړي او که نه؟ څه نه‌دي ویلي.

خو د سې شنبې په ورځ یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل د موضوع د محرمیت له کبله‌یې نوم یاد شي ازادي راډيو ته وویل تر اوسه ولسمشر په اعدام د محکوم شویو طالب زندانیانو حکمونه نه‌دي توشېح کړي.

خو وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي یو شمېر هغه زندانیان چې د پلچرخي په زندان کې دي له خپلو خونو ایستل شوي او ښايي اعدام شي.

د طالبانو په پیغام کې ویل شوي، که زندانیان‌یې اعدام شي دوی به د دغو بنسټونو پر وړاندې له ځنډ پرته باالمثل عمل وکړي.

خو عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې د طالبانو د خبرداري په اړه وویل چې طالبان اوس هم جنایت کوي او دغه ډله د تاریخ په توره پاڼه کې ځای لري.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رئیس میرداد نجرابي د یو شمېر طالب زندانیانو له احمتالي اعدامه هرکلی وکړ.

میرداد نجرابي
میرداد نجرابي

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هغه طالبان چې په اعدام محکوم شوي اعدامول‌یې د وسله‌والو مخالفینو پر روحیې مسقیم اغېز لري او د دولت قاطعیت ښیي چې د مخالفینو پر وړاندې تېرېدنه نه‌کوي. په هغه شکل چې وسله‌وال مخالفین زموږ پر خلکو رحم نه‌کوي دوی یعنې دولت هم باید جنایت‌کارانو ته د خپلو اعمالو سزا ورکړي."

د ښاغلي نجرابي په خبره افغانان تمه لري چې د خلکو قاتلین د درې ګونو محکمو او د عدلي او قضايي بنسټونو له فیصلې وروسته په اعدام محکوم شي.

د نوموړي په خبره که حکومت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې جدي او قاطع اراده لري باید هغه کسان چې په اعدام محکوم شوي دي په دار وځړوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG