خبرونه
بشري حقونو کمېسیون میدان ودرګ کې د یوه محصل اعدام وغانده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په میدان ورګ ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د یو محصلاعدامول وغندل.
د دغه کمېسیون یوه غړي احمد ضیا لنګري نن ازادي راډیو ته وویل هیڅ څوک حق نه لري چې د محکمی له حکم پرته څوک مجازات کړي.
د میدان وردګو سیمه ایزچارواکي وايي وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د فیض الرحمان په نوم یو ځوان چی د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال محصل وو په چک ولسوالۍ کې په دار وزړاوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایې چې د دې اعدام د انګیزې په اړه د دوي څیړني پیل شویدي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران د سوداګرۍ او صنعت وزیر کابل ته سفر کوي

په کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک به نژدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي پرون یکشنبه ناوخته دغه خبر په تهران کې له ښاغلي اتابک سره تر لیدو وروسته پر خپله ایکس پاڼه اعلان کړ.
اتابک له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ اهمیت ته په اشارې ویلي، ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
ایراني چارواکو او د طالبانو حکومت تراوسه د دغه سفر د کره نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ته د ایراني چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.
تېره جنوري میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم کابل ته سفر کړی و.
تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې افغانستان سره یې تعامل ساتلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس د حمل په ۱۲مه ویلي و، د ایران حکومت د طالبانو او القاعده په ګډون د " ترهګرو ډلو" ملاتړی دی.
تېرې نژدې یوه اونۍ کې ۷ زره افغان کډوال پاکستان اخراج کړي دي

پاکستان د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې، نژدې ۷ زره افغان کډوال په جبري ډول له هغه هېواده ایستلي دي.
پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې اکسپریس تریبیون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) راپور ورکړ چې ایستل شوي کډوال د ۹۴۴ کورنیو غړي دي چې څه باندې ۱۷ سوه ښځې او شاوخوا ۲ زره ماشومان هم په کې دي.
پاکستاني چارواکو د تېرې مارچ میاشتې تر یودیرشمې، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې میشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړی و چې له هغو سیمو ووځي، که نه اخراج به یې کړي.
د پاکستان پولیسو د دې مهلت له پوره کېدو وروسته د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي دي.
د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ستنول و دروي.
پاکستان: له افغانستانه ۸ تنه ور اوښتونکي وسله وال یې وژلي دي

د پاکستان پوځ وایي، هغه ۸ تنه وسله وال یې وژلي چې د دوی د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې یې غوښتل د شمالي وزیرستان حسن خېلو سیمې ته ننوځي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبه د حمل ۱۷مه ویلي، پوځیانو یې له دغو وسله والو سره د شنبې په ماښام جګړه وکړه چې ۸ تنه یې ترې ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.
اعلامیه کې راغلي، پاکستان په دوامداره توګه د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله مدیریت کړي او چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورو د نورو په ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې پاکستاني چارواکي د دغه ډول " غیر مسولانه" خبرو پر ځای باید د خپل هېواد امنیت او کورنیو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
ایران یو وار بیا له امریکا سره مستقیمې خبرې رد کړې

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو تر غوښتنې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اپریل په شپږمه په خپره شوې اعلامیه کې، عباس عراقچي ویلي چې تهران چمتو دی له واشنګټن سره غیر مستقیمې خبرې وکړي.
هغه ویلي: «ایران ځان د ټولو ممکنه یا احتمالي پیښو لپاره چمتو ساتي، او لکه څنګه چې په ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کې جدي دی، دا به د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په دفاع کې هم قاطع او جدي وي»
د عراقچي څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه راغلې چې ټرمپ له تهران سره د "مستقیمو خبرو " غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا ډول خبرې به "ګړندۍ" وي او د منځګړو کارولو په پرتله به غوره تفاهم چمتو کړي.
پيټر رینولډز وايي د طالبانو زندان د دوزخ په څېر دی

یوه بریټانوۍ جوړه چې څه باندې نهه اوونۍ د طالبانو له خوا بندي ده وايي د طالبانو زندان دوزخ ته ورته دی.
۷۹ کلن پيټر رینولډز او مېرمن یې باربي د څرخي پله له زندانه بریټانوي رسنیو سره خبرې کړي. هغه ویلي ویلي چې طالبانو دوی له خطرناکه مجرمینو سره یوځای اچولي او یواځې یو وخت ډوډۍ ورکوي.
د پيټر زوی له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د پلار او مور په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.
«موږ ته په وار وار ویل شوي چې دوی بې ګناه دي، هیڅ جرم یې نه دی کړی او ډیر ژر به خوشې شي. خو دوی لا هم په زندان کې دي.»
د ایران سږنی مرګونی نوروز؛ ۸۸۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي

ایران کې د سږني نوروز د رخصتیو پر مهال ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۸۸۰ کسان مړه او څه باندې ۲۰ زره نور کسان ټپیان شوي.
د ایران د لویو لارو د پولیسو چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د نورو د شلو ورځو رخصتیو پر مهال لږ تر لږه ۱ میلیون ټرافیکي پېښې شوي.
د نوروز پر مهال د ایران په لویو لارو د موټرو تګ راتګ څو برابره کېږي چې ورسره د ټرافیکي پېښو او مرګژوبله شمېر هم د پام وړ لوړ ځي.
د افغانستان او نیپال د ۱۹ کلنو کریکټ لوبه پيل شوې

د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلو د دریو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه پيل کړې ده.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او دا مهال توپ وهنه کوي.
د کریکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، نننۍ لوبه د نیپال د پلازمېنې کتمندو په مولپاني سټډیوم کې ترسره کیږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه.
د دغې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د حمل په شلمه نیټه ترسره کیږي.
د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډله له نیپال سره تر لوبو وروسته د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې ګډون کوي.
نړیوال جام ته د وتلو په دغو سیالیو کې افغانستان له عمان، هانک کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال سره مخامخیږي.
د دغو لوبو غوره لوبډله به د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړي چې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربه توب ترسره کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی دا اونۍ پاکستان ته ځي چې د سفر موخه یې له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا ښودل شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د دوی د دفتر مشر ایریک مایر به د یوه پلاوي په مشرۍ د اپریل له اتمې تر لسمې پورې په پاکستان کې وي.
ویل شوي چې دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د کانونو په برخه کې د پانګونې او په ټوله کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
له اقتصادي همکاریو ور هاخوا به یاد پلاوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم خبرې اترې وکړي.
یاد پلاوی داسې مهال پاکستان ته ځي چې هغه هېواد له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی.
د اسراییل صدر اعظم نن امریکا ته سفر کوي

ټاکل شوې د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا متحدو ایالتونو ته سفر وکړي.
د نتنیاهو دفتر د شنبې ناوخته وویل چې نوموړی به یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) واشنګټن ته روان شي او هلته به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره " د ایران د ګواښونو" او د امریکا پر نویو تعرفو خبرې وکړي.
د نتنیاهو د دفتر د معلوماتو له مخې، په دغو لیدو کتو کې په غزه کې د برمته شویو اسراییلیانو د خلاصون، د ترکیې او اسراییلو پر اړیکو او د نړیوالې جزایي محکمې د هغه حکم په ضد خبرې وشي چې نتنیاهو یې په " جنګي جنایت" او د " بشر ضد جنایت" باندې تورن کړی دی.
ټرمپ او نتنیاهو د نړیوالې جزایي محکمې دغه تورونه " بې بنسټه" بللي دي.
د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډله نن له نیپال سره دویمه لوبه لري

د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې سره مخامخ کیږي.
د کریکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، نننۍ لوبه د نیپال د پلازمېنې کتمندو په مولپاني سټډیوم کې ترسره کیږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه.
د دغې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د حمل په شلمه نیټه ترسره کیږي.
د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډله له نیپال سره تر لوبو وروسته د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې ګډون کوي.
نړیوال جام ته د وتلو په دغو سیالیو کې افغانستان له عمان، هانک کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال سره مخامخیږي.
د دغو لوبو غوره لوبډله به د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړي چې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربه توب ترسره کیږي.