د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

ګارډین: له افغانستانه یو شمېر خلک د وتلو په هڅه کې دي


  • بلومبرګ

د بلومبرګ خپرونې په یوه لیکنه کې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې ده.

د خپرونې په وینا عباسي ویلي، د افغانستان اوږد کړکېچ په نظامي هڅو نه‌حل کېږي.

د پاکستان صدراعظم په یوه مرکه کې زیاته کړې چې اسلام‎اباد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې منځګړتوب ته چمتو دی.

خپرونه وايي، پاکستان په وار وار پر خپله خاوره د هغو وسله‎والو ډلو خلاف د کافي اقداماتو په نه‎کولو تورن شوی چې د دې هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې بریدونه کوي.

د افغانستان د سولې کیلي له پاکستان سره ده.

په دې لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان میلادي کال په لومړۍ ورځ د پاکستان سره له همدې کبله د خپل هېواد د پوځي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ او پر خپل ټویټر یې ولیکل چې پاکستان د امریکا د مرستو په بدل کې له "دروغ او فریب" پرته نور څه نه‎دي ورکړي.

خپرونه د افغان ولسمشر اشرف غني هغه څرګندونو ته هم اشاره کوي چې د جمعې په ورځ‌یې پاکستان د طالبانو مرکز وباله او ویې‌ویل، د وسله‎والو لېست او معلومات‌یې پاکستاني لوري ته سپارلی دی.

ولسمشر غني له پاکستانه وغوښتل چې افغانستان ترې د عملي اقدام غوښتونکی دی.

خپرونه وايي، افغانستان تر دې مخکې هم په وار وار ویلي چې د افغانستان د سولې کیلي له پاکستان سره ده، خو د کابل د حکومت انتقاد دا دی چې اسلام‌اباد د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره هېڅ نه‎دي کړي.

  • ګارډین

د ګارډین ورځپانې بیا په کابل کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته دغلته د خلکو ترمنځ زیاتې شوې وېرې ته په اشارې وايي، له افغانستانه یو شمېر خلک د وتلو په هڅه کې دي.

ورځپاڼې د کړکېچ د نړیوالې ډلې د کابل مېشتي څېړونکي برهان عثمان له خولې وايي، له هېواده د افغانانو په ځانګړې توګه د ځوانانو د وتلو د یوې څپې شاهد دی.

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي چې خلکو د راتلونکي لپاره هیله‎مندي او پر سوله باور له لاسه ورکړی دی.

ورځپاڼې وړاندې ویلي، په تېر یوه کال کې د وسله‎والو د بریدونو زیاتېدو او په تېره میاشت کې په کابل کې خونړیو بریدونو د افغانانو اعتراضونه راپورته کړي دي.

ورځپاڼې د یو شمېر افغانانو له خولې وايي، څنګه کولای شي پر یو داسې حکومت اعتماد وکړي چې حتی د پایتخت کابل امنیت نه‎شي ساتلی.

XS
SM
MD
LG