د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

اسلام‌اباد کې افغان چارواکو له پاکستاني چارواکو د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه


د افغانستان امنیتي چارواکو په اسلام‎اباد کې له پاکستاني مقاماتو جدي غوښتنه کړې چې په کابل کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په برخه کې دې جدي همکاري وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی پرون چهارشنبه په دې اړه د اسنادو او شواهدو سره اسلام‎اباد ته تللي وو.

تمه کېږي چې اسلام‎اباد ته تللي افغان چارواکي به نن پنجشنبه په یوه خبري غونډه کې د هغو اسنادو او شواهدو په اړه چې پاکستاني لوري ته یې د کابل د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو وړاندې کړي او همدارنګه د پاکستان د چارواکو د ځواب په اړه، جزئیات وړاندې کړي.

په اسلام‎اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د افغان پلاوي سره لیدنه کې د پاکستان د صدراعظم او د دې هېواد د پوځي استخباراتو د ادارۍ د مشر په شمول لوړپوړو پاکستاني چارواکو برخه لرله.

اسلام‎اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس
اسلام‎اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس

ښاغلي شمس وویل:

"د دوی د راتګ هدف هم همدا وو چې زموږ په هېواد کې چې کوم وروستي وحشیانه بریدونه ترسره شوي او ډېر په څرګنده یې وسله‎والو طالبانو مسؤلیت اخېستی، نو دې افغان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه معلومات او شواهد شریک کړل او ویې غوښتل چې په دې اړه دې دوی جدي اقدامات وکړي."

تر دې مخکې د افغانستان حکومت ویلي وو، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس به له پاکستاني چارواکو وغواړي چې په کابل کې د وروستیو بریدونو مسؤلین چې په پاکستان کې اوسېږي، افغانستان ته وسپاري.

پوښتنه دا ده چې پاکستاني لوري د افغانستان د دې لوړو پوړو چارواکو غوښتنې ته څه ځواب ویلی؟

په اسلام‎اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال زردشت شمس وايي، پاکستاني مقاماتو په دې برخه کې د همکارۍ او اقداماتو ژمنه وکړه:

"د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي لومړی خو په کابل کې د طالبانو وروستي بریدونه وغندل، د دې ترڅنګ یې ژمنه وکړه چې د افغانستان له‎خوا د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ به دوی اقدامات وکړي."

کابل په وروستیو کې د وسله‎والو د پرله‎پسې ډله‎ییزو او ځان‎وژونکو بریدونو شاهد و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې په وروستیو کې په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل حمله د حقاني شبکې چې په پاکستان کې مرکزونه لري پلان کړي وه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د جمهوريت روغتون سره نېژدې ترسره شوې حمله هم له هېواده بهر پلان شوې ده.

پر افغان چارواکو سربېره په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دې هېواد نورو چارواکو پر پاکستان پرله‎پسې سخت انتقادونه کړي او ویلي یې دي؛ پاکستان پر خپله خاوره هغو وسله‎والو ته خوندي پټن‎ځایونه برابر کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

امریکا له همدې کبله پاکستان ته میلیونونه ډالر پوځي مرسته ځنډولې ده.

خو پاکستاني چارواکو تل د ترهګرو د ملاتړ تورونه رد کړي او وايي، هېواد یې د ترهګرو پر ضد مبارزه کې قرباني ورکړې ده.

  • پخواني معلومات

د افغانستان امنیتي چارواکو په اسلام‌اباد کې له پاکستاني مقاماتو جدي غوښتنه کړې چې په کابل کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په برخه کې دې جدي همکاري وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي پرون چهارشنبه په دې اړه د اسنادو او شواهدو سره اسلام‌اباد ته تللي وو.

تمه کېږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک به نن د اسلام‌اباد له سفر وروسته په یوه خبري غونډه کې څرګندونې وکړي.

تمه کېږي چې اسلام‌اباد ته تللي افغان چارواکي به نن په یوه خبري غونډه کې د هغو اسنادو او شواهدو په اړه چې پاکستاني لوري ته‌یې د کابل د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو وړاندې کړي او همدارنګه د پاکستان د چارواکو د هغې ژمنې په اړه چې د افغان حکومت غوښتنو ته به رسیده‌ګي وکړي، جزئیات وړاندې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې په وروستیو کې په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل حمله د حقاني شبکې چې په پاکستان کې مرکزونه لري پلان کړې وه.

پر کانټیننټل هوټل وسله واله حمله پای ته ورسېده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د جمهوريت روغتون سره نږدې ترسره شوې حمله هم له هېواده بهر پلان شوې ده.

بشپړ یې د ازادي راډیو د مشال څانګې د خبریال پامیر ساحل په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG