د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

ویس برمک او معصوم ستانکزی د وروستیو حملو په اړه اسلام‌اباد ته ځیني اسناد سپاري


په کابل او یو شمېر ولایتونو کې له وروستیو خونړیو انتحاري او ډله‎ییزو حملو وروسته دوه لوړپوړي افغان چارواکي په دې هدف اسلام‎اباد ته تللي چې د دې حملو په تړاو اسناد له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، د ملي امنیت رئیس او د کورنیو چارو وزیر به د پاکستان له پوځي او استخباراتي چارواکو وغواړي چې د کابل د وروستیو حملو مسؤلین چې په خبره‌یې په پاکستان کې دي افغانستان ته وسپاري.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

ښاغلي فیصل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د ملي امنیت لوی رئیس او د کورنیو چارو وزیر نن پاکستان ته تللی، دوی هغه ثبوتونه او شواهد د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو ته ورکوي چې پر اساس‌یې د افغانستان د وروستیو بریدونو پړه په پاکستان کې مېشتو ترورېستي ډلو ته ورګرځي. موږ دا شواهد له هغو سره شریکوو او ترې غواړو چې د کابل د وروستیو پېښو مسؤلین چې په پاکستان کې دي هغه د افغانستان حکومت ته وسپاري."

تر دې وړاندې د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي یوې غونډې ته ویلي و چې په کابل کې د تېرې شنبې د ورځې خونړی برید له پولې اخوا پلان شوی و.

د کورنیو چارو وزارت هم ویلي و چې د انټرکانټیننټال حمله حقاني شبکې کړې هغه شبکه چې د افغان حکومت په خبره په پاکستان کې خوندي پټن‎ځایونه لري.

د راپورونو پر اساس افغان حکومت تر دې وړاندې هم پاکستان ته د یو شمېر هغه ترورېستانو لېستونه سپارلي چې په خبره‌یې په افغانستان کې په ترورېستي حملو کې لاس لري.

د کابل په موټر بم چاودنه کې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

له دې ټولو سره سره یوه باوري سرچینه وايي، د پاکستان په وړاندې نور د عذر سیاست پای ته رسېدلی او دا هېواد باید د ترورېستانو پر ضد جدي اقدام وکړي.

یادې سرچینې چې نه‎یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله‌یې نوم یاد شي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اسلام‎اباد ته د افغان چارواکو تګ دا ځل له پخوانیو هغو سره متفاوت دی.

دې سرچینې همداراز وویل چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم هغه ټیلیفوني اړیکه هم ځواب نه‎کړه چې د وروستیو پېښو د غم‎رازۍ لپاره‌یې کړې وه.

د سرچینې د معلوماتو له‎مخې پاکستان باید د غم‎رازۍ پر ځای د ترورېستانو پر ضد عملي اقدامات وکړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د افغان حکومت له وروستي اقدامه هرکلی کوي.

محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم هغه ټیلیفوني اړیکه هم ځواب نه‎کړه.

د سیاسي چارو افغان کارپوه خالد سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تر دې دمه افغان حکومت له نرم سیاسته کار اخیسته، خو له دې وروسته همداسې په کار وه چې دا سیاست بدل شي، ترڅو د افغانستان ګټې خوندي شي."

د ښاغلي سادات په خبره نړیواله ټولنه او په خاصه توګه د امریکا متحده ایالات هم باید د افغان حکومت په سیاست کې له وروستي بدلونه د هرکلي تر څنګ پر پاکستان خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، څو دغه هېواد په افغانستان او سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره رښتیني اقدامات وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس اسلام‌اباد ته ورسېدل.

ټاکل شوې چې ویس احمد برمک او معصوم ستانکزی نن د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره وګوري.

ویل کېږي چې په دې کتنه کې به په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر اشرف غني ځانګړی سلاکار حضرت عمر زاخېلوال د دغو دوو افغان امنیتي چارواکو ملګرتیا کوي.

حضرت عمر زاخېلوال هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد چارواکي پاکستان ته رسېدلي چې له پاکستاني چارواکو سره به پر یو شمېر مسایلو خبرې وکړي.

دغه افغان پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې خونړیو وسله‌والو او انتحاري حملو سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله چې تر ډېره‌یې د پړې ګوته پاکستان ته نیول کېږي.

پاکستان له وسله‌والو ډلو څخه د ملاتړ په تور په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت له‌خوا تر سخت فشار لاندې دی.

XS
SM
MD
LG