د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

صدیقي: ځیني کړۍ په کابل کې ځانوژونکي بریدګر ساتي او امکانات ورکوي


د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، ځان وژونکي بریدګر د کابل ښار په مختلفو سیمو او کورونو کې ساتل کېږي او د دوی لپاره ټول امکانات په واک کې ورکول کېږي.

په کابل کې په وروستیو دوو اوونيو کې د ځان وژونکو بریدونو او ډله‌ييزو حملو له زیاتېدو سره یو وار بیا په نظام کې د وسله‌والو مخالفینو نفوذي عواملو ته ګوته نیول کېږي.

د مشرانو جرګې د اداري هيئت یو شمېر غړي وایي چې ځينې حلقې چې دوی یې د پردیو مهرې بولي، د دولت له وسله‌والو مخالفينو سره همکاري کوي.

د دې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي وايي، معامله کوونکي او هغه حلقې چې د بهرنیو هېوادونو له‌خوا یې ملاتړ کېږي، کابل ته د ځان وژونکو بریدګرو او د چاودېدونکو توکو په راوړلو کې لاس لري او ان کورونه او امکانات د هغوی په واک کې ورکول کېږي.

اصف صدیقي
اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي وویل:

"په داخل د ښار او په هر ځای کې ځان وژونکي بریدګر ځای پر ځای شوي، حتی کورونه او دفترونه ورته نيول شوي او په هماغه مربوطه ځای کې ورته مواد ځای پر ځای کېږي، له مربوطه ادارې ورسره تماس نيول کېږي او دوی عاجل خپل ځای همغې نقطې ته رسوي."

خو ښاغلي صدیقي دا ونه‌ويل چې دغه کسان څوک او د نظام په کومه کچه کې دي؟

دغه‌راز د ځینو نورو چارواکو په څېر یې د خپلو ادعاو د سپیناوي لپاره کوم سند وړاندې نه‌کړ.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په تېرو دوو اوونیو کې کابل د ډله‌ییزو او ځان وژونکو خونړيو بریدونو شاهد و.

په دې بریدونو کې د تبيان فرهنګي مرکز، د کابل شش درک سیمه، د انټرکانټيننټال هوټل، د شنبې په ورځ د صدارت څلور لارې او وروستۍ هغهيې د ۱۱۱ فرقې جزوتام و چې د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا په نښه شول.

له دې ټولو سره سره هر کله چې په کابل کې ځان وژونکې حملې او چاودنې کېږي، سیاسيون او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي په دې پېښو کې پنځم ستون شریک ګڼي، خو حکومت تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې دغه خلک وپېژني.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

دا چې رښتيا هم د نظام ځينې حلقې او خلک د دولت وسله‌والو مخالفينو سره مرسته کوي که څنګه؟ او ولې کشفي بنسټونه او امنیتي ادارې په دې نه‌دي توانېدلي چې په کابل کې د بریدونو مخه ونيسي؟

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحيمي ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"په دې وروستیو کې چې کومې پېښې په کابل کې زیاتې شوي، دا د افغانستان د دښمنانو ضعف دی، دوی دا پېښې په کابل کې ترسره کړې دي، دوی سره چې همکاري شوې ده، دا په لويه کچه ورسره د سیمې د استخباراتو همکاري ده او دا تحميلي جګړه ده، له شک پرته دغه کسان چې راځي، دوی سره به ملګري وي، همکاري به ورسره کوي، یا د نظام دننه او یا هم له نظامه بهر او په ډېریو مواردو کې دا ډول کسان د قانون منګولو ته سپارل شوي هم دي."

د امنيتي چارو يو پوه صدیق ساحل وايي، اوس چې پاکستان د امریکا د فشارونو لاندې دی، غواړي ښکاره کړي چې ترهګریزې ډلې په افغانستان او حتی د دې هېواد په مرکز کابل کې موجودې دي.

دی وايي، لازمه ده چې د افغانستان استخبارات «سي. ای. اې» او «اف. بي. آی» چې په افغانستان کې فعالیت کوي، دغه حلقې او کسان په نښه کړي.

دغه‌شان دی وايي، اړتيا ده چې په کابل کې عمليات پيل او کورونه تلاشي شي، تر څو له پلازمېنې د ترهګرو بستره ټوله شي، کنه روان وضعيت به بدې پایلې ولري.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG