د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

مظفري: د افغان سولې په اړه د اندونیزیا درې اړخیزه کمېټه ګټوره تمامېدای شي


د افغانستان د سولې عالي شورا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف د اندونیزیا د ولسمشر له لوري د درې اړخیزې کمېټې له جوړېدو هرکلی کوي.

د سولې عالي شورا هیله ښیي چې په افغان سوله کې د اندونیزیا هڅې ګټورې تمامې شي او د سولې په پروسه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د دغې شورا ویاند امین الدین مظفري د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۰۸» ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف د اندونیزیا د ولسمشر له خوا د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان د علماوو د درې اړخیزې کمېټې جوړول یو نیک اقدام وباله.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څه چې مهم دي هغه د اندونیزیايي علماوو د رول لوبول دي، اندونیزیايي علماء یو تشکیل لري چې په کې د هغه هېواد نیم نفوس غړیتوب لري او دغه تشکیل پر اسلامي نړۍ خپل اغېز لري، نو ځکه پر پاکستان یې هم له اغېز نه انکار نشي کېدای او هیله لرم چې دغه اقدام د سولې د ټینګښت لپاره ګټور تمام شي."

د سولې د عالي شورا ویاند دغه شان وویل چې د درې اړخیزې کمېټې د جوړېدو وړاندیز اندونیزیا ته د افغان لوړ پوړي پلاوي له سفره څو میاشتې وروسته مطرح کېږي چې دا د افغان سولې په برخه کې د اندونیزیا د همکاریو ښه پیل ګڼل کېدای شي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو تازه پاکستان ته د خپل سفر پرمهال له خپل پاکستاني سیال سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو د درې اړخیزې کمېټې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

د پاکستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم له دغه وړاندیز سره موافقه کړې او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی په اندونیزیا کې.
د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی په اندونیزیا کې.

د اندونیزیا له لورې دغه وړاندیز په داسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئیس کریم خلیلي په مشرۍ یو پلاوی نوموړي هېواد ته تللی و او د افغان سولې په برخه کې یې له هغه هېواد نه د همکاریو غوښتنه کړې وه.

خو د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان په داسې حال کې چې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماوو د کمېټې د جوېدو په برخه کې د اندونیزیا وړاندیز مهم بولي وايي، ډاډه نه دي چې د هغه هېواد علما دې د افغان سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

حمید عزیزي
حمید عزیزي

له ډلې یې حمید عزیزي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ تر اوسه حد اقل د دې شاهد نه یو چې د اندونیزیا علماء دې د افغانستان د وسله والو مخالفیونو لپاره د اعتبار او د پېژندولو وړ وي، تر اوسه د یوه ځل لپاره هم د افغانستان، پاکستان او اندونیزیايي علماوو ناسته نه ده شوې که داسې کېږي نو یو معرفت به وي او ګټه به ترې یوازې اندونیزیا اخلي چې علماء یې په نړیوالو مسایلو کې ډېر رول ولوبوي او نومونه یې په سرلیکونو کې راشي او وپېژندل شي، خو د افغانستان او پاکستان په اړه رول نه شي لوبولی."

ښاغلی عزیزي د اندونیزیا او پاکستان اړیکو ته په کتو وايي، نوموړی هېواد له پاکستان سره د پام وړسیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې نه لري.

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا مسؤلین د اندونیزیايي علماو رول مهم بولي او په دې باور دي چې هغه هېواد د افغانستان د سولې له پروسې سره ښه مرسته کولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG