د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

میاخېل: که مو خبرو نتیجه ور نه کړه، د کډوالو لپاره په بېړني پلان کار کوو


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د احتمالي راستنېدو لپاره پر یوه بیړني پلان کار پیلوي.

دغه وزارت وايي، که چېرې له پاکستاني چارواکو سره ډیپلوماټیکو اقداماتو او خبرو اترو نتېجه ورنه کړه، دغه وزارت به د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره پر یوه بېړني پلان کار پیل کړي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دغه پلان کې د سرپناه، بشری خدمتونو او راستنېدونکو کډوالو لپاره د نورو اړينو خدمتونو موضوعات شامل دي.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

ښاغلي میاخېل وویل:

"که چېرې زموږ مذاکراتو نتېجه ورنه کړه او پاکستان داسې کوم ګام واخیست، د کډوالو د بېرته راستنېدو پروسه به حتماً ځنډنۍ وې او موږ به هماغه مهال چې دوی راستنېږي، پر یوه پلان کار وکړو."

د ښاغلي میاخېل په خبره، په پاکستان کې د افغان کډوالو موضوع د ولسمشر له خوا هم په جدي ډول تعقیبېږي.

تردې وړاندې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلي، په تېرو دوو کلونو کې له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول، له پاکستانه له دوو میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دامهال نېږدې یوعشاریه څلور میلیونه افغان ګډوال په پاکستان کې مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا څلور ميليونه افغانان اروپا، ايران او پاکستان ته کډوال شوي او د راپورونو له مخي، د وروستيو ناامنيو او بې روزګارۍ له امله لاهم افغان ځوانان په غیر قانوني لارو اروپايي هېوادونو ته سفر کوي چې ډېری یې په دې لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د حکومت کابینې پرېکړه کړې چې افغان کډوال باید د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتي تر پایه پورې خپل هېواد ته ستانه شي.

افغان کډوال
افغان کډوال

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون غړې هیلۍ ارشاد وايي، له پاکستان نه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره د حکومت چمتووالی کافي نه دی او په وینا يې په دې برخه کې نورو هڅو ته اړتیا ده.

اغلې ارشاد وویل:

"افغان کډوالو ته باید ډاډ ورکړل شي چې کله هېواد ته ستنېږي، یوازې د هغوی د اوسېدو ستونزه نه، بلکې د هغوی تحصیلي ستونزه هم په پام کې نیول کېږي، هغوی کله چې پاکستان کې زده کړې کړي، باید اسناد او نمرې یې انتقال شي، زه داسې کسان هم پېژنم چې دوه درې کاله یې پاکستان کې د طب پوهنځی لوستی، خو کله چې افغانستان ته راغلی، د هغوی اسناد نه دي منل شوي."

ولسمشر غني تر دې مخکې ویلي، تر کله چې څلور میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي نه وي، دا هېواد بشپړ نه دی.

خو هیلۍ ارشاد ټينګار کوي چې افغان حکومت باید له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د سرپناه ترڅنګ د روغتیایي خدمتونو او دغه شان د ښوونې او روزنې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

راپور ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG