د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

خېبر پښتونخوا کې افغان کډوال وايي پر کډوالو او کډوالۍ سیاست مه‌کوئ


په خېبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال د افغانستان او په ځانګړې توګه د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د کډوالۍ موضوع دې له سیاسته لیرې وساتي او کډوال دې د خپل‎منځي کړکېچ ښکار نه‎کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده یوازې د روانې میاشتې تر پایه وغځوله او ویې‌ویل، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره «UNHCR» دې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

که څه هم د پاکستان حکومت څه موده مخکې په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او «UNHCR» ترمنځ تر درې اړخیزې غونډې وروسته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده د یو کال لپاره د غځولو پرېکړه کړې وه، خو بیا وروسته‌یې دغه موده یوازې یوه میاشت وغځوله.

د پاکستان حکومت تر هغې وروسته افغان کډوالو ته یو میاشت وخت ورکړ چې د روان کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې پاکستان په دوه مخۍ تورن کړ، د دې هېواد پوځي مرستې یې وځنډولې او افغان حکومت‌یې هرکلی وکړ.

که څه هم د پاکستان حکومت لا تر دې دمه دا نه‎دي ویلي چې ولې یې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده یوازې یوه میاشت غځولې، خو په خېبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال بیا په دې باور دي چې حکومت د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ د سیاسي ناندریو وروسته پر کډوالو فشارونه زیاتوي او د دغو ناندریو غچ ترې اخلي.

په پېښور کې مېشتو ځینو افغان کډوالو ازادي راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غواړي چې د کډوالۍ موضوع دې له سیاسته لیرې وساتي او پر دواړو حکومتونو غږ کوي چې خپل‎منځي شخړې دې د خبرو اترو له لارې اوارې کړي.

کډوال ټینګار کوي چې دا ډول پېښې د هغوی پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کوي او له ګڼو اقتصادي تاوانونو سره‌یې مخ کوي.

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

"شاکر سباوون؛ په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ کومه سیاسي ستونزه راولاړه شوې ده او زور یې افغان مهاجرینو ته رسېږي، د مهاجرینو غوښتنه همدا ده چې د حکومتونو ترمنځ چې کومې شخړې دي، هغه دې د مذاکراتو له لارې حل شي، تجارت پېشه او غریب کډوال دې په دې کې نه‌ککړوي او نه‎دې ورته زیان رسوي، ځکه چې مهاجرین ډېر ځپل شوي دي، دلته‌یې لږه سرمایه بنده کړې ده، دغه سرمایه دې حکومتونه په اوبو نه‌لاهو کوي، خپل منځ کې دې کېني او شخړې دې اوارې کړي."

"عبدالله؛ حکومتونو منځ کې چې خپلې کومې شخړې دي، نو هغې کې دې موږ افغان کډوال نه‌ککړوي. پروسږ کال هم موږ ډېر تاوانونه وکړل، سږ کال دې موږ ته تاوانونه نه‌راکوي."

"نثار احمد؛ د مهاجرینو په اړه د پاکستان د دولت دریځ ډېر د تشویش وړ دی. موږ د دواړو هېوادونو له مشرانو څخه هیله کوو چې خپل منځ کې دې د خبرو اترو له لارې ستونزې او مخالفتونه ختم کړي او مهاجرین دې د دغو مخالفتونو ښکار نه‎کړي. هر ځل چې د دغو حکومتونو ترمنځ کړکېچ راولاړ شوی، زور یې کډوالو ته رسېدلی دی."

له بلې‎خوا بیا په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي وايي چې د پاکستان له حکومت سره‌یې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې د مودې د غځولو او نورو اړوندو مسایلو سره خبرې روانې دي.

په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پاکستان حکومت ورته لا تر دې دمه د کډوالو د ایستلو په اړه څه نه‎دي ویلي، خو په خبره‌یې په دې اړه‌یې خبرې روانې دي، په نږدې راتلونکي کې به یو افغان پلاوی هم د پاکستان سفر وکړي او د دې هېواد له چارواکو سره به په دې اړه تفصیلي خبرې وکړي.

خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي
خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي

ښاغلی جلیلي په دې اړه وايي:

"د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې مهاجرینو ته یوه میاشت وخت ورکړي، خو دا موضوع موږ ته تر اوسه پورې په رسمي ډول د سیفران وزارت له‎خوا نه‎ده رالېږل شوې او نه هم د کوم بل جهت له‌خوا نه «UNHCR» یا کوم بل مسؤل ادارې ته ورکړل شوې، خو په دې اړه کوښښونه روان دي او له افغانستان نه به هم یو پلاوی راځي او له پاکستاني چارواکو سره به خبرې وکړي. خو دا چې د پاکستان د حکومت اخري فیصله څه ده؟ تر اوسه پورې یې موږ په رسمي ډول په جریان کې اچولي نه‌یو، کله چې په رسمي ډول موږ ته ووايي، نو تر هغې وروسته به ورسره باقاعده مذاکرات شروع کړو."

په پاکستان کې دا مهال تر یو میلیون زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان، افغانستان او «UNHCR» د درې اړخیز تفاهم له مخې ورته د اوسېدنې قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال هم ویلي وو چې افغان حکومت کډوال هېواد ته ستنېدو ته هڅوي او پر پاکستان‌یې غږ کړی و چې د دوو هېوادونو د خپل‎منخي اړیکو د ښکته پورته‌والي فشار باید پر کډوالو رانه‎شي.

XS
SM
MD
LG