د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

حکومت د نور په قضیه کې خلکو ته د ستونزو د نه رامنځته کېدو لپاره حوصله کړې


د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي، حکومت د عطا محمد نور په قضیه کې تراوسه یوازې خلکو ته د ستونزو د نه رامنځته کېدو له کبله حوصله کړې ده.

دغه سرچینه وايي، نه غواړي خلکو ته ستونزې پیدا شي، نو ځکه یې تر اوسه د عطا محمد نور په قضیه له حوصله مندۍ کار اخیستی دی.

یاده سرچینه چېنه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم یاد شي، د جمعې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ سیاسي لانجه به د اساسي قانون په رڼا کې حل شي.

که څه هم یادې سرچینې په دې اړه څه ونه ویل چې دغه ستونزه به کله حل شي، خو وايي چې هېڅوک له قانون څخه پورته نه دی.

اخوا د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی اسماعیل خان بیا وايي، د حکومت او عطا محمد نور ترمنځ سیاسي لانجه د فشار له کبله نه شي حل کېدای.

محمد اسماعیل خان
محمد اسماعیل خان

نوموړي د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر نه کوم چې نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې فشار راوړي، ځکه دغه موضوع په فشار راوړلو نه حل کېږي او تېره شپه جمعیت اسلامي هم په خپلې اعلامیې که دا خبره وکړه چې غوښتنې یې قانوني دي او د فشار په راوړلو نه شي کېدای چې ترې تېر شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تازه سپينې ماڼۍ ژر تر ژره د عطا محمد نور او ارګ ترمنځ د سیاسي لانجې د حل غوښتنه کړې ده.

همدا راز په کابل کې د برېتانیا سفیر هم ویلي چې د یادې لانجې دوام دوی اندېښمن کړي دي.

تر دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر ویلي وو چې د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ د لانجې دوام څخه یوازې ترورېستان ګټه پورته کوي.

د جمعیت اسلامي ګوند بیا تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی غوښتنې پرځای دي او دوی هم هیله لري چې یاده مسئله په سوله ییزه توګه حل شي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، افغانستان له حساس پړاوه تېرېږي او د نظام پر وړاندې د ستونزو جوړول د هيچا په ګټه نه تمامېږي.

له ډلې یې خالد سادات ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې د بلخ د پخواني والي استعفا ومنل شوه، نو بیا یې له حکومت سره حقوقي اړیکه له منځه ولاړه، زما په نظر ښه خبره دا ده چې قانون ته مراجعه وشي، عطا محمد نور له قانون څخه پورته نه دی او باید د قوانیونو منلو ته غاړه کېږدي."

که څه هم جمعیت اسلامي ګوند د عطا محمد نور د لېرې کېدو په بدل کې د خپلو غوښتنو پر عملي کېدو ټینګار کوي، خو خالد سادات وايي، که جمعیت ګوند له خپلو شخصي غوښتونو تېر نه شي، ممکن نه ده چې یاده ستونزه له سوله ییزې لارې حل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG