د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر غونډې د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني د نه ګډون او دغه شان کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د سفر په اړه یو شمېر لیکني چاپ کړې دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني د نه ګډون په اړه لیکلي دي.

سرخط لیکي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو مهمه غونډه روانه ده، د سیمې برخلیک ټاکل کېږي، ولس دا یوه لسیزه داشان غونډې ته هوسېده، زارۍ یې کولې، چیغې یې وهلې خو اوس چې غونډه جوړېږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه غونډه کې له ارګ سره د جمعیت ګوند د جنجالونو له امله ګډون نه دی کړی.

په سرمقاله کې راغلي څو ورځې مخکې په یونان کې د افغانستان سفارت پرانیستل کېده، ښاغلی رباني همغلته و، خو کله چې له دې خبر شو چې د بلخ والي عطا محمد نور له دندې لېرې کړل شوی بیا نو همغه شېبه وزیر پاتې نه شو او کابل ته راغی.

سرمقاله لیکونکی لیکي، اراګ باید وپوهېږي چې حکومت په داسې کسانو نه کېږي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور داشان کسان به حکومت چپه او دا ولس به هم نړۍ ته وشرموي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي:

ویسا لیکلي، صلاح الدین رباني د افغانستان د کورني سیاسي وضعیت او دغه شان د ارګ او جمعیت تر منځ د خبرو له امله خپل دغه سفر لغوه کړی دی.

ویسا که څه هم په دې اړه ډېر څه نه دي لیکلي خو ویلي چې د ملګرو ملتونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه غونډه څلور ورځې وروسته تر هغې جوړېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي کابل ته سفر کړی و.

په مطلب کې دا هم راغلي چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي ویلي، افغانستان تر بل هر وقت زیات له وسله والو طالبانو سره خبروته نېږدې شوی دی.

انس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د سفر په اړه لیکلي دي.

انیس په خپل دغه مطلب کې د یو شمېر افغان سیاسي کارپوهانو په حواله لیکلي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاوي دغه سفر د دغه هېواد د يپلوماسۍ د دستګاه او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د استازي لویه لاسته راوړنه ده.

په مطلب کې د کارپوهانو په حواله دا هم راغلي چې څومره نړیوالو سازمانونه د افغانستان له موضوع سره لېوالتیا ښيي، په همغه اندازه د دغه هېواد د ګټو او د دریځ د پیاوړتیا لپاره مهمه ده.

په مطلب کې دا سفر ځکه هم ډېر مهم ګڼل شوی چې په ترکیب کې یې په ملګروړ ملتونو کې د امریکا استازې هم شامله وه.

XS
SM
MD
LG