افغانستان
له کابله د ۷ وژلو شویو اوکراینیانو مړي خپل هېواد ته انتقال شول

د هغو ۷ اوکراینیانو مړي پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» خپل هېواد ته انتقال شول چې د کابل په انټر کانټیننټال هوټل کې وژل شوي وو.
د بهرنیو چارو د وزارت د کونسلي چارو رئیس میرویس صمدي پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴»د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې اوکرایني چارواکو ته د دغو جسدونو د سپارلو پر مهال وویل:
"له بدهمرغه دا یوه ترورېستي پېښه وه چې وحشي ترهګرو او د هغوی د ملاتړیو له لوري رامنځته شوه. زموږ د یو شمېر هېوادوالو د شهادت ترڅنګ په دې پېښه کې یو شمېر بهرنیان ووژل شول چې د دې قربانیانو کورنیو او د هغوی له هېوادونو سره ژوره خواخوږي څرګندوو."
د شنبې په شپه د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل شپږ کسانو برید وکړ.
په دې حمله کې د کورنیو چارو د وزارت په وینا د ۱۴ بهرنیو په ګډون تر ۲۲ تنو ډېر ووژل شول.
په بهرنیانو کې تر ټولو د اوکراین اتباع ډېر وو چې دوی د کامایر له هوایي شرکت سره کار کاوه. د دې شرکت مسؤلانو د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې نهه تنه کارکوونکي یې لاهم تري تم دي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې څلور امریکایان د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل په وروستي برید کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټورونو څه د ۴۵میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۴۵میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
دا هوکړه لیکونه پرون یکشنبې په کابل کې په یوې ناستې ته د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ لاسلیک شوي.
ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سودګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل،"تمه لرو چې له ازبکستان سره مو د سوداګرۍ کچه تر دریو میلیاردو ډالرو رسوو".
په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبک عثمانوف د تاشکند او کابل ترمنځ نویو هوکړو ته په اشارې وویل، "سږکال له افغانستانه ازبکستان ته صادرات درې برابره شوي دي".
له دې وړاندې طالبانو له ازبکستان سره ترجیحي سوداګري هوکړې لاسلیک کړې وې.
که څه هم په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوادګره راکړه ورکړه زیاته شوې، خو افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې ستونزې پرځای دی او نشي کولی په وخت د ازبکستان ویزې ترلاسه کړي.
اسټرالیا کې د افغان فوټبال ښځینه لوبغاړو د نړیوالو استعدادونو د پیژندنې په سیالیو کې ګډون کړی وو

په اسټرالیا کې میشت د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو په دې هېواد کې د نړیوالو استعدادونو د پیژندنې په سیالیو کې ګډون کړی وو.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه سیالۍ تیره میاشتې وې او تمه ده د سږکال د دوستانه نړیوالو لوبو لپاره د افغان ښځینه لوبغاړو ۲۳کسیزه لوبډله جوړه شي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د فوټبال ډیر شمیر ښځینه لوبغاړې اسټرالیا ته کډوالې شوې.
په تیرو نژدې څلورو کلونو کې دا لوبغاړې د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې لپاره مبارزه کوي.
دا پرمختګ وروسته له هغې دی چې د مې په میاشت کې د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغان ښځو د کډوالو لوبډلې جوړول تصویب کړل.
م م له مرستندویه ټولنو: د ستنېدونکو افغان ښځو لپاره مرستې زیاتې کړئ

ملګرو ملتونو له مرستندویه هیوادونو غوښتي چې له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ستنیدونکو ښځو لپاره مرستې زیاتې کړي.
د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له ایران او پاکستانه د راستنیدونکو ښځو او نجونو لپاره تمویل زیات کړي چې ډیری وختونه په خپله خوښه هیواد ته نه ستنیږي او د هغو ښځینه مرستندویه کارکوونکو لپاره دې چې د دوی ملاتړ کوي، پانګونه زیاته کړي.
دوه ورځې مخکط د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وویل چې له ایران څخه د افغان کډوالو په لویه کچه راستنیدو په سرحدونو کې پر خدماتو او اسانتیاوو فشار زیات کړی دی، او د مالي سرچینو کمښت د مرستندویه ادارو کار له خنډ سره مخ کړی دی.
په دې وروستیو کې، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل چټک شوی او د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په وینا، په تیرو درو میاشتو کې نژدې ۱.۸ ملیون افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.
خبریال سلیمان راحل د طالبانو له زندانه ازاد شو

په غزني کې د خوشحال راډیو مسول مدیر سلیمان راحل له شاوخوا درې میاشتني زندان وروسته ازاد شوی دی.
یوې ځایي سرچینې پرون شنبه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې راحل د زمري میاشتې په نهمه نیټه خوشې شوی دی.
راحل د روان لمریز کال د ثور په ۱۵مه غزني کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او وروسته " د طالبانو د حکومت په ضد تبلیغ" په تور درې میاشتې زنداني شو.
د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې ورسره بندي یوشمیر نور خبریالان هم ازاد کړي.
د خبریالانو د دفاع دغه بنسټ وایي، دا مهال شاوخوا لس خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.
امیرخان متقي په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي، هلته نژدې یو نیم میلیون کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ځي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې متقي به په دغه سفر کې چې سبا دوشنبه پیلیږي، د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف، له مرستیال صدر اعظم اسحاق دار او نورو چارواکو سره پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسلو خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه افغان کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی.
د دغه شمیر کډوالو چې د ( پي.او.ار) کارتونه لري، اقامه د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې او پاکستان ویلي چې نه یې تمدیدوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و.
جانټن رینولډز: نه پوهیږي چې طالبانو سره زنداني مور او پلار یې ژوندي دي او که نه؟

په افغانستان کې د زنداني بریتانوۍ جوړې زوی جانټن رینولډز وایي، نه پوهیږي چې مور او پلار یې تراوسه ژوندي دي او که نه.
هغه پرون جمعه ( د اسد ۱۰مه) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وروستی ځل یې د جون ۱۵مه، یعنې څه باندې یوه نیمه میاشت مخکې له خپل مور او پلار سره خبرې کړي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او میرمنه یې ۷۶ کلنه باربي رینولډز له نژدې شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
دغه جوړه له تیرو دوو لسیزو راهیسې افغانستان کې وه او هلته یې ښوونیزې پروژې مخته وړلې.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل چې دغې جوړې ته قونسلي او له کورنۍ سره د اړیکې خدمتونه وړاندې کیږي او د خلاصون هڅې یې روانې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، دغه دوه کسان په ظاهره له هیڅ ډول رسمي تور پرته زندانیان دي چې موثرو حقوقي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د هندوکش غرونو لمنې نن د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزلې ولړزولې

د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې نن د هندوکش غرونو لمنې لړزولې دي.
د اروپا او مدیترانې د ځمکپوهنې مرکز ویلي چې دغه زلزله نن ( شنبه د زمري ۱۱مه) سهار وختي شوې چې مرکز یې د ځمکې په تل کې ۱۲۳ کیلو متره ژور و.
تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
د هندوکش غرونو شاوخوا سیمې په افغانستان کې وخت نا وخت د زلزلو شاهدانې وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام اباد ته ځي

تمه ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي.
امیرخان متقي به د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او د پاکستان له یوشمیر سیاسي او نظامي چارواکو سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان حکومت له هغو افغان کډوالو چې د ( پي او ار) کارتونه لري غوښتې دي چې له پاکستانه ووځي.
پاکستان د جولای په یو دیرشمه نیټه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ( پي او ار) کارتونه رسمي موده د جون په دیرشمه پای ته رسیدلې ده نو اوس د دې کارتونو درلودونکي اړ دي چې له پاکستانه ولاړ شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په وړاندې په درې اړخیزو لوبو کې برخه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د شل اورونو دا لوبې به د اګست له نهه ویشتمې پيل شي، هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مسابقه وکړي او دوه غوره لوبډلې به د سپتمبر په اوومه په پایلوبه کې برخه واخلي.
دا سیالۍ د اسیا جام د چمتوالي لپاره دي. د اسیا د کرکټ د اتلانو جام د سپتمبر په نهمه په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.
صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې اتلولي خپله کړه

د افغانستان صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې د غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي خپله کړه.
دې لوبډلې په پایلوبه کې نورزاد ایف سي لوبډلې ته پرون په کابل کې درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ په دې سیالیو کې چې د جون په شپاړسمه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نوي مسابقې پکې د تګ او راتګ په ډول ترسره شوې.